
غزني: د رشیدانو ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي د دې ولایت د رشیدانو ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان له دریو عسکرو سره یو ځای د طالبانو په برید کې ووژل شو.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دویم څارن صبغت الله تېره شپه د طالبانو په برید کې ځای پر ځای ووژل شو.
هغه وايي طالبانو تېره شپه په مقر، قره باغ، جاغوري، اندړو او جغتو سربېره مرکز کې هم هممهاله بریدونه وکړل چې د ده په وینا په بریا سره يې مخه ونیول شوه.
طالبانو د رشیدانو د امنیه قومندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د قره باغ د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ پر ودانیو د جګړې پر مهال يې د ۱۵ عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی.
رشیدان د غزني یوه له هغو ولسوالیو ګڼل کېږي، چې مرکز يې ښارته څېرمه امنیتي پوستو ته انتقال شوی او ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې بشپړه د طالبانو په لاس کې ده، پر دې سربېره، خوږياڼي او زنخان هم هغه ولسوالۍ دی چې مرکزونه يې د غزني په مرکز کې د امنیتي پوستو په شکل پراته دي.