fbpx

د دوستم د هرکلي لپاره د هغه سلګونه ټوپکوال کابل ته ننوتل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د جنرال عبدالرشید دوستم د هرکلي لپاره د هغه ګڼ ټوپکوال له شمالي ولایتونو څخه د یو لښکر په شکل کابل ښار ته ننوتل.

دغه وسله وال چې له دولتي نقلیه وسایطو په استفادې پر ګڼو درنو او سپکو وسلو سنبال دي، دعوه کوي چې د خپل مشر هرکلي او د امنیت ساتنې لپاره کابل ته راغلي دي.

د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر مشر بابر فرهمند پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوستم به یکشنبه کابل ته راشي.

هغه څو ورځې وړاندې وویل چې د دوستم او ارګ تر منځ خبرې تر څلورو ورځو هم واوښتې او تمه ده چې ښې پایلې به ولري.

له هغه وروسته محمد اشرف غني هم په ارګ کې رسنیو ته وویل، دوستم به ډېر ژر کابل ته راشي.

د دوستم سلګونو پلویانو په شمال کې د ګڼو ولایتونو دفترونه وتړل او پراخو لاریونونو کې د دوستم راتګ او د نیول شوي ټوپکوال نظام الدین قیصاري خوشي کېدل غوښتل.

ځينو سرچینو دا هم ویلي چې د دوستم او ارګ تر منځ د معاملې له مخې قیصاري خوشي کړل شوی او د شیر پور په یوه مېلمستونو کې د دوستم د راتګ انتظار کوي.

د شنونکو په باور د حکومت او دوستم تر منځ پټه معامله دا اندېښنې پیاوړي کوي، چې حکومت د زورواکو د ځپلو وړتیا نه لري او ښايي دوستم ته ډېر امتیازات ورکړل شوي وي.

ارګ نه دي ویلي، چې دوستم سره يې جوړجاړی د کومې سودا له مخې شوی دی، خو لا هم د ایشچي د شوې قضيې له مخې د دوستم دوسیه نه ده څېړل شوې او نه يې هم محاکمه شوې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

دا ځوروونکی پېښی د غنی د حماقت محصول دی. اول حماقت یا وویل شی اول خاموش خیانت ئې دا ؤ چه یو جنایتکار ئې خپل مرستیال وټاکی دوهم حماقت ئې دا ؤ چه د پنځه زره څلور سوه اته ویشت ( په شل کم یا باندی) ملی خائنین او د اقتصادی او جنائی او فرهنګی او نژادی مافیا غړی ئې( چه په څنګ کی ئې ناست دی) پر خپل حال پرېښوده او سیده ولاړ د غالبوزو په غار ئې لرګی ور ننه ایست او د غالبوزو کودتاه ئې رامنځته کړه، اوس دی نو دا ډنګره غَرَه ورته ټینګه کی البته… نور لوستل »