کندوز: چهاردره کې د هوايي برید د څېړنې په پلمه، پلاوی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندوز ځايي مسؤلین وايي مرکزي حکومت په چهاردره کې د شوي بمبار په اړه د څېړنې په پلمه یو پلاوی ټاکلی، چې نن به خپل کارونه پيل کړي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي، په دې پلاوي کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او د امنیت شورا استازي برخې لري، چې تېر مازیګر کندوز ته ورسېدل.

دې برید، چې شاوخوا ۲۸ تنه پکې ووژل شو، چې ۱۴ يې یوازې د یوې کورنۍ و، توند غبرګونونه راوپارول.

ولسي جرګې دا کړنه جنایت وباله او ويې ویل چې دا ډول بریدونه په لوی لاس د دولت ضد روحیه پیاوړې کوي او د حکومت او ولس تر منځ یو څه پاتې باور هم صفر کوي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي کمال ساپي وویل، چې دا بمبار د یو منظم پلان له مخې شوی، چې موخه يې د جګړې دوام دی.

د چهاردرې ولسوال زلمي فاروقي د پېښې پر وخت وویل، دا عملیات بهرنیانو پخپل سر کړي او له دوی سره هیڅ ډول همغږي موجوده نه وه، خو په کندوز کې د کمانډو ځواکونو رییس ارکان یوسف الدین عزیز مني چې بمبار د دوی په ملګرتیا شوی او په وینا يې دا بمبار د پیل شویو عملیاتو برخه دي.

عزیز د پېښې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په بمبار کې ولسي وګړي نه؛ بلکې طالبان په نښه شوي دي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د کندوز دشت ارچي هم یو د خونړي بمبار شاهده وه، چې پکې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

څو ورځې وړاندې د یوناما په هغه راپور کې چې په تېرو شپږو میاشتو کې يې د ملکي تلفاتو اړوند خپور کړی و، بهرني ځواکونه یوازې دوه سلنه او امنیتي ځواکونه ۱۷ سلنه مسؤل بلل شوي و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د