شاه محمود قریشي : ریمنډ ته ډیپلوماتیک خوندي توب نه دي حاصل

Shah_Mahmood_Qureshiدپاکستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري ناسته کې ویلي د دوو پاکستانیانو قاتل ریمنډ ډیوس ته دویانا کنونشن لمخې پوره ډیپلوماتیک مصؤنیت نه دي حاصل .

نوموړي له دندې نه دلري کیدو وروسته په لومړی ځل اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې تردې وړاندي ده اصلي حقیقت نه شواي ښکاره کولای، ده ته ویل شوي وو چې په دې موضوع دي پټه خوله شي.

نوموړي وايي دریمنډ موضوع اوس دپاکستان دعزت او حیثیت خبره ده دعاکوم چې الله دی پاکستان سرلوړي کړي.

تیره ورځ دپاکستان خارجه وزارت بیان خپورکړي وو چې لمخې یې ویل شوي وو ریمنډ یو امریکايي ډیپلومات دي نوموړي ته دیپلوماتیک مصؤنیت حق حاصل دي

احمدبریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.