fbpx

«بنیاد مسعود» نږدې نهه نیم میلیونه افغانۍ مالیه نه ده ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټلوالي د پخواني جنګیالي احمدشاه مسعود پر نوم جوړ شوي بنسټ له کلونو راهیسې یوه افغانۍ مالیه هم نه ده ورکړې.

دغه بنسټ چې پر «بنیاد مسعود» مشهور دی یوازې د کابل ښاروالۍ د مالیاتو له امله له ۱۳۹۱ل نه تر ۱۳۹۶ل پورې ۹ میلیونه او ۲۱۶ زره افغانۍ پوروړی دی.

د سلام وطندار؛ د خپاره کړیو اسنادو پر بنسټ دغه بنسټ پر نورو کارونو سربېره په ښار کې د ۱۵ لویو شعاري تختو د لګېدو پیسې هم ښاروالۍ نه دي ورکړې.

د احمد شاه مسعود تصویرونه، هغه ته منسوبې خبرې او ځينې شعارونه پر لویو لویو تختو د ښار په پل ارتل، جوی شیر، قصبه، نوې کارته، باغ بالا، سرای شمالی څلورلارې، د خیرخانې کوتل، سرسبزي څلور لارې، وزیر محمد اکبر خان څلور لارې او ګڼو نورو سیمو کې لګېدلې دي.

د سرچينې په قول پر دې سربېره د مارشال قسیم فهیم په نوم بنسټ هم له ۱۳۹۱ل کال نه تر ۱۳۹۶ل پورې هر کال یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ پوروړی دی.

دغه سرچینه زیاتوي چې پر دې سربېره ګڼ خصوصي شرکتونه او ان د بهرنیو ژبو ښوونیز مرکزونه هم د ښاروالۍ سلګونه زره افغانۍ پوروړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې ګډ حکومت پرلپسې د فساد پر وړاندې د مبارزې شعارونه بدرګه کړي، دا حکومت چې د جان کېرې له اضافه کړې مودې سره سره يې د واک څلورم کال په ختمېدو دی، لا هم نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې اساسي ګامونه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د