نړۍ

هند ۷میلیونه مسلمانان له خپلې خاورې شړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): الجزیره د هندي چارواکو په حواله وايي چې نیت لري، له هېواده ۷ میلیونه مسلمانان وشړي او له ۵ میلیونو هندي تابعیت واخلي.

هندي چارواکي د مسلمانانو د شړل او له هغوی د تابعیت اخیستلو لامل دا ګڼي چې دغه خلک «د ناسم خدای عبادت او په ناسمه ژبه خبرې کوي.»

راپور زیاتوي چې دغه مسلمانان د هند له اسام ایالت نه وتلو ته اړ ایستل کېږي، چې په بدل کې يې هند له نورو ځایونو هندوان د دې هېواد د اصلي اوسېدونکو په نوم بېرته راولي.

دې پریکړې دا اندیښنې پیدا کړي چې ښايي په هند کې هم د روهینګیا مسلمانانو تجربه تکرار شي. هلته هم لومړی له مسلمانانو څخه تابعیت واخیستل شو او بیا یې په شړلو، تعذیب، وژلو او بندي کولو لاس پورې شو.

په هند کې ۱۷۲ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې د دې هیواد د نفوس ۱۵٪ تشکیلوي. هندي مسلمانان په نړۍ کې تر اندونیزیا وروسته د شمېر له لحاظه په دوهمه درجه کې راځي.

دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې د چین په لېنزیا ولایت کې هم مسلمانانو د حاکمو چارواکو له لوري د نویو قیوداتو له امله شکایتونه کړي دي.

په لېنزیا کې حکومت امر کړی، چې مسلمانان ځوانان او پېغلې تر ۱۶کلنۍ پورې مسجدونو، دیني مدرسو او دیني مجلسونو ته نشي تللی.

دوی دعوه کوي چې دا پر نویو ځوانانو زیاتی دی او هغوی باید د عقیدې په انتخاب کې ازاد پرېښودل شي.

د لېنزیا یو تن اوسېدونکي الجزيرې ته ویلي و، چې حکومت د ایغور مسلمانانو له حرکاتو وېره ولري او انګېري چې له هغوی نه په تاثر به د لېنزیا مسلمانان هم د خپل حق غوښتنه وکړي، ځکه يې تازه قیودات ډېر کړي دي.

په چین کې د مسلمانانو پر ځورېدونکي وضعیت او په هند کې له مسلمانانو سره د زور زیاتي پر دوام لا هم نړیوالې د بشري حقونو ټولنې چوپه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

This is one of major reason that the Muslim League party demanded for muslims to have separate country and Pakistan Was created .

الحاج استاذ بیانزی

the only subject I agree with you, was the one you mentioned above. But it was not the Muslim league party demand, It was the British choice to create this party and done all negatives under that party name as they done every where in the world specially in Afghanistan

masoom

ویل کیژی چې د ګیدړ چې کله مرګ راشی نو بیا د زمری خولې ته ورځی دا هم هغه وخت را روان دﺉ چې غزوه هند ورته ویل کیژی غزوه هند به هم داسې شروع کیژی او دا به د مسلمانانو لپاره یو ډیر غټ امتحان ځاﺉ وی الله دې هندی مسلمانان په خپل امان کې وساتی ګنې دوﺉ هم ډیر بیوزله دی

غلام حضرت

سلام علیکم. وروره دا پورته خبر لږ غوندی ګونګ او مبهم ښکاری یعنی نیمګړی ښکاری. اووه میلونه مسلمانی پرګنې شړل کیږی! ! چیرته؟ څنګه؟ ولی؟ که علت د ناسم! خدای عبادت وی نو ټول زموږ مسلمان وړونه باید وشړل شی چه ناشونې ده. تر دې خبری وروسته: د شکر ځای دی چه مسلمانان یو، د اسلام د حقانیت لوی دلیل دادی چه ډېر دښمنان لری البته نه د شمېر له نظره بلکه د ماهیت له نظره، هیڅ دین هیڅ سیاسی او ټولنیز او فکری او فلسفی کړنلاره دومره پېچلی دښمنان نلری لکه د اسلام دین چه ئې لری، ځینی ستر… نور لوستل »

Said Z.

I think this news isn’t right.

الحاج استاذ بیانزی

زما په نظر هم لکه نورو ملګرو چه لیکلی دا خبر ناسمه او یا نیمګړی دی کله هم بی له مثبت یا منفی دلیل داسی نه کیږی او به ځانګړی دول هغه هیواد کی چه د هند د نفوس پنځلس سلنه برخه تشکیلوی او ۷ میلونه دی مسلمانان دی وشړل شی هلته به څومره بی امنیتی نه رامنځته کیږی دا د هند د اوسنی حکومت د پاره سردردی او کرکه نه ده او د دغه اوو میلونو د شړلو دلیل څه دی او دغه مسلمانان په چیری ځی ؟ او………………. ؟؟؟؟

فطرت

اول خو دا خبر ماته په خپله لږ ګونګ دی ځکه د خالد لوګري په نامه یو کس ته منصوب خبر دی زه نه پوهیږم چي نومړی ریپورټر دی او که تحلیلګر؟ او ښاغلي لوګري دا خبر د کومي منبع نه اخیستي دی یعني د خبر سورس يي څشي دی. اول به د هند هندو مشران که څم سر سخته افراطي هندوان وی دا احمقانه کار و نه کړی که بیا هم احیانا هند دا کار وکړی نو د هند نیمه لویه وچه به سم دم اور واخلي، او باید اور واخلي ځکه دلته په سیمه کي د پاکستان او… نور لوستل »

غوربندي

زه وایم کاشکی د پاکستان غلام او بلواک او فاسد حکومت پاکستانی مسلمانان هندوستان ته شړلي وای ځکه هلته مسلمانانو ته د پاکستان په نسبت ډېره پاملرنه کیژي که نور نه وي له هندوانو به یو څه سړیتوب او معاشرتي ادب زده کړي. (پښتانه نه یادوم ځکه هغوی پاکستانيان نه دي) تاسو ورشی هندي مقبوضه کشمیر له باکستاني مقبوضه کشمیر سره پرتله کړی، هلته ابادي، دلته ویراني، هلته پلونه دلته پلچکونه، هلته شفاخانې دلته پینډۍ ته ۱۰۰ کیلومتره کږلیچه لار، هلته تعلیم دلته هیڅ او هلته خپلواک حکومت دلته بلواک، هلته خپلپال دلته پردیپال، هلته حساب دلته فساد، او داسی… نور لوستل »

خلیل

100% agree with you

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! ستاسی ټولی تبصری خو ډیری د ستاینی وړ او په حقایقو تکیه لری . مګر په دی ارزونه کی مو تجدید نظر ته اړه ده . او دا خبر خپله ناسمه اوازه ده د هر معلول علت لری هند کی څه شوی چه اوه میلونه مسلمانان شړی او دا کار تر اوسه په هند کی نه دی شوی او بیا په هند کی د پاکستان دمسلمانانو په شمیر مسلمانان اوسیږی دا به د هند د بی ثباتی نه باعٍث کیږی؟ څوک په زوره د خبل کور ورانول نه غواړی دا خبر نه بلکه یوه انګریزی اوازه ده… نور لوستل »

طوطی

د تشویش خبره نده. که مو مترقی افغانستان درلود ۷ میلیونه نه چی شل میلیونو خلکو ته مو ضرورت پیدا کیږی چی دلته د کار لپاره راشی. بیا به مسلمانانو ته د اقامت ویزی ورکړو. او که ملایان مو په کار وګمارل او کار مو اهل کار ته ورنکړ بیا به د مونږه له لاسه د نورو مسلمانانو ژوند هم خراب او تریخ وی.

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx