fbpx

د کندوز د چار درې وحشت ته حکومت څه توجیه لري؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې پنجشنبې په ورځ امریکايي الوتکو د کندوز ولایت د چار درې ولسوالۍ اړوند په خلازايي کلې بمبار وکړ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول خواوشا ۲۸ کسان ووژل شول.

د کندوز د ولایتي شورا د لومړنیو معلومات له مخې په یاد برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي، خو د یادې شورا د یوه غړي خوش محمد نصرتیار په حواله ویل شوي چې په یاد برید کې د مرګ ژوبلې شمیره مخ په لوړیدو ده.

پر بیوزله کندوزیانو باندې د روان کال له پیله تر اوسه دا څلورم برید دي چې د امریکايي اشغالګرو لخوا تر سره کیږي او په مقابل کې یې د پوښتنوګرویږنو په پلمه د ګډ حکومت لخوا یواځې د پلټونکي پلاوي په ټاکلو او ورلیږلو بسنه کیږي.

له دې ورها خوا نه ولسمشرغني د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه ، نه وزارت دفاع او نه هم کوم بل امنیتي جهت د اشغالګرو پردې جنایت ځان خبروي چې دا ولي ، د چا لخوا د چا په وړاندې تر سره شول؟!

هغه څه چې په دې ویرجنې فاجعې کې ډیر دردوونکي دي هغه دا چې د ګډ حکومت د دفاع وزرت ویاند بیا هم د بهرنيو اشغالګرو دغه تر سره کړی جنایت خپل ځانته منسوبوي او په داسې حال کې چې سیمه ییز چارواکي او عیني شاهدان ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي بولي دوئ د امریکايي جنایت د تبریر لپاره د برید قربانیان وسله وال طالبان معرفي کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ویاندویان د امریکایانو په لاس وژل شوي ملکیان وسله وال طالبان بولي ؛ بلکې په تیرو دریو نورو بریدونو کې هم د دفاع وزارت ویاند تر هغو پوري د برید ولسی قربانیان طالبان بلل تر څو خپله ولسمشر د هغو پر ولسي توب اعتراف وکړ او د هغوی د وژلو له امله یې له کندوزیانو څخه شفاهي بښنه وغوښتله.

سره له دې چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د چاردرې پرخلازايي کلې دغه تر سره شوی برید بشري جنایت یولې خو بیاهم له ارګه نیولې تر سپیداره او ولسي جرګې پوري یې یو هم د غندولو جرئت نه لري.

همدا راز د افغانستان د علماوو شوری د دې په ځای چې د محاربو اشغالګرو د غه بشري جنایت محکوم کړي د خپل انسانیت او ضمیر په ترپښو لاندې کولو سره بیا هم د اشغالګرو د جنایتونو پړه پر مقاومت کوونکي ور اچوي او له هغوي څخه د اشغالګرو په وړاندې د مقاومت پریښودلو غوښتنه کوي.

حسبنا الله ونعم الوکیل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د