fbpx

افغانان که کورنی کاري مدیریت ولري بهر ته ضرورت نه لري

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

افغانستان ډیر ښکلی هیواد دی، الله پاک ددغه هیواد وګړي په پراخو ځمکو ډيرو سیمو کي دځمکې پر سر اوبو او نورو بي شماره نعمتونو نازولي دي.

داچې ډيری افغانان کورنی کاري مدیریت نه لري د ژوند درې برخې عمر یې له هیواد څخه بهر دیوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو کې تیریږې.

ایا خبر یاست چې زمونږ د هیواد ځوانان ولي دخپل کور او کلي په نسبت نورو هیوادونو کې نسبتا زیاتي پیسې ګټي، څه وجه ده، هلته پیسې ډيري دي او که دهیواد په پرتله د کار فرصتونه زیات دي؟

زما په اټکل نه هلته د کار فرصتونه دومره زیات دي او نه هم پیسې دومره پریمانه دې چې خلګ یې سړکونو باندي غورځوي، هوکې یوشی چې دپیسو په ګټلو او ژوند سمولو کې ډير اهمیت لري هغه کاري مدیریت، کاري نظم او تنظیم دی.

دا چې زمونږ هیوادوال د کورونو په پرتله بهر کي نسبتا زیاتي پیسې ګټي وجه یې داده چې هلته دغه خلګ ډير کار کوي، د شرکت او کارخانې څښتنان ورڅخه د کاري ماشین په توګه کار اخلي، هر کارګر شپه او ورځ کې ۱۴ ساعته او په میاشت کې څه دپاسه ((۳۶۰)) درې سوه شپیته ساعته کار کوي.

دغه کارګر که خپل کلي یا هیواد کي ورځ کي اوه ساعته په دوامداره توګه کار وکړي له بهر څخه به دوه برابره زیاتي پیسې وګټي، پردیس او مسافر به نه وي کورنۍ او بچیانو باندي به حاضر وي.

زمونږ هیوادوال خپلو کورنو کې دپیسو ګټولو ښه فرصتونه لري، مثلا زمونږ تقریبا ټول هیواد وال دخپلو شخصي ځمکو څښتنان دي، په افسوس سره باید ووایم، پنځه سوه کاله به یې دغه ځمکه او پټي باندي تیر کړي وي، تر اوسه پوري به يې کور دروازه، خونه کړکۍ او میلمه د اودس ځاي نه لري.

اوبه به یې پریمانه وي، پټی به یې دکال ډيره برخه کې سپیره خاوره مالومیږي، د کور خواکي به یې شنې شپیشتي ولاړي وې افغان کورښادی به په ژمي کي دلاندي لپاره دبازار په کاغذونو باندي لوي شوي پوسه پیرودي.

اوربشي، غنم، جوار به یې جوالونو کې نه ځائیږي، چرګ او دچرګې ماشیني هګۍ به له بازاره خریداري کوي.

زه دلته درته دیو کس مثال وړاندي کوم، دغه کس تیر شل کاله بهر کې تیر کړي دي، همیشه یې دومره ګټلې چې رخصتیو کې راغلی له بچیانو سره یې خوړلې او بهرته د بیرته تګ کرایه یې قرض کړې، تللی او بچیانو يې په چیغو چیغو له شا پسې ژړلي، د نوموړي مور او پلار دواړه دده په غیاب کې وفات شوي چې وروسته یې قبرونو باندي ورپسې د غم او ویر اوښکي تویې کړې.

دوه کاله وړاندي خپل کلي ته تللی وم دغه کس مي ولید بچیان یې لوي شوي وه، دپلار دلري والې په وجه يې ټول بچي بې تربیې او بې پوهي پاتې وو، کس ته مي وویل، چې ځان دي غرق کړ، نور بس کړه اولادونه دي مه غرقه وه، بس کړه کور کې پاته شه او دلته روزي ولټوه.

هرڅه لرې، لږ همت وکړه او کاري مدیرت ولره، دژوند دښه والي په لټه کې له هر جایز فرصت څخه ګټه واخله، نور هغه وخت تیر شوی چې خلګو به ویل پلانی چرګان یا دچرګانو هګۍ خرڅوي، هګۍ خرڅي کړه بچیان ورباندي وروزه چرګې وپاله کورباندي حاضر اوسه.

کس دشپږو میاشتو په رخصتي راغلی وه، ورته مي وویل چې څه دي راوړي هغه سر له نن څخه په کار واچوه، هیواد څخه بهر دکان کې مزدور وې کاري تجربه لرې، نور همدا نن فیصله وکړه بهرته تګ هیر کړه.

کس راسره ومنله، پوښتنه مي ځیني وکړه، چې کور کي سپرلۍ لرې؟ وایې هوکي، یو پاسو موټر لرم، ورته مي وویل کورښادي داکلی، رود، ګاڼي، کندي کپري او ستا پاسو موټر، دا پاسو نه ده، دادي کور غله ده، هسي یې خرڅه کړه، بدل کي یې یو وړوکی سینګل سیټر ډاټسنه واخله، هم به دننګ وي او هم دجنګ، کس همداسي وکړل، پاسو یې په وړوکي ډاډسن بدله کړه، څو ورځي وروسته یې ر اته دعاوې لیږلې وې، چې رښتیا دي له غله څخه خلاص کړم.

ورته مي وویل هیواد څخه بهر دي څه کار کاوو، وایې د (ملابسه جاهزه دکانداري) یا د جوړکړل شویو کالیو دکان ( چې ورته دکانداري اصطلاح کي ( ریډي مېډ ګارمینټس) هم وایې او ورکې ښه تجربه هم لرم.

بیا مي ور څخه پوښتنه وکړه، چې هلته دې دکان کې څو ساعته کار کاوو؟ وایې دشپې له خوب څخه علاوه نور ټول وخت دکان کې وم، سهار نه بجې تلم د شپې ۱۱ بجې راتلم (۱۴ ساعته ) کاریې کاوو.

ورته مي وویل نن روان شه بازار کې دکان پیدا کړه، نور وخت مه خرابه وه کار پیل کړه، او کور خوا کرونده هم له پامه مه غورځوه دلته هم متوجه شه اکثره ورځني کورني حوائج دي کرونده پوره کوي.

یوې خوا ته بېنډۍ، بلې ته رومیان، څنګ ته پياز سلاد، پټاټې او بادنجان وکره، وایې دا دومره ځمکه نه ده، والله که ما ټیکدار ولید چې زما پر پيازو او رومیانو به قیمت ږدې.

ورته مي وویل کورښادې، دومره خو به وکړې چې دکور د سبزو او ترکاري له مصرف څخه دي خلاص کړي، وایې ولي نه، د کور لپاره دایوه پوله هم بس ده، داچې دټیکه دار هیله یې نه وه، نو یې دکور مصرف لپاره هم نه کرل.

بیا مي ورڅخه پوښتنه وکړه، چې حویلۍ دي لویه ده که وړه؟ وایه ښه پراخه ده.
ښه نو چرګان لرې؟ وایي هوکي یوچرګ دوې چرګي لرم.

ولي یوه چرګه؟ حویلۍ دي دومره پراخه ده، ته باید شل چرګي شل چرګان ولرې هره دریمه ورځ که یو چرګ حلال کړې چرګانو کې دي باید کمي محسوس نه شې، ورشه جال وپیروده، دحویلۍ کوم کونج کي جال ولګوه، شل دانې چرګې او چرګان ور واچوه.

جوار، غنم او اوربشي دي له ځآنه دي، خورکۍ ته مي ووایه، چې هرسهار او مازیګر ورباندي ګرځي، کار، مصروفیت او ورزش به یې وي، دبازار له ماشیني چرګو او هګیو څخه به خلاص شئ، سپمول شوې پیسې د خورکۍ او بچو دجامو لپاره ورته په واک کي ورکړه.

حاجي شیر محمد له سعودي څخه پاته شو، دکان یې کرایه کړ، پټي کي یې سبزي او ترکاري وکرلې، حویلۍ منځ کې یې د کورني اصلي چرګانو وړوکي فارم جوړ کړ، دفارم مسؤلیت یې خپلې کوروالا ته وسپاری، دچرګو غوښه او هګۍ یې له خپله کوره سوې، بچت کړل شوې پیسې یې د دکوروالا او بچیانو دجامو لپاره دکوروالا په واک کې ورکړې.

مسافري ختم شوه شیر محمد کور او کهول باندي حاضر شو، بچیان یې مسجد او ښوونځۍ کۍ درسونه لپاره شامل کړو.

مونږ هیواد کې دننه هرڅه لرو صرف کاري مدیرت ته اړتیا لرو.

نور بیا

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
درانی
میلمه
درانی

شرافت صاحب
اسلام علیکم ورحمته الله و برکات
زه پخپله په خارج کی اوسیږم داسی هم نه ده چه ته یی وایی په خارج هیوادونو کی باید یو کس ٨ ساعته کار وکړی چه د یوی ونی ٤٠ ساعته کیږی
هغه کس په خارج کی ډیری پیسی ګټی چه د خارج تعلیم یی کړی وی نه د افغانستان تعلیم
د مثال په ډول مونږ ډیر انجنران لرو خو یوه اختراع یی ونه کړه په خارج کی یو انجنر باید چی یو سه اختراع کړی او کولای شی
دا هر سه په پیسو کیږی چی پیسی نه وی هیڅ نه کیږی
مننه

masoom
میلمه
masoom

بخت الرحمن شرافت: لیکنه په زړه پورې وه کاری مدریت جوړول اسان کار دﺉ مګر موژ افغانان دوه مشکله لرو اول دا چې په هیواد کې امن نشته او دوهم دا چې زموژ افغانان صبر نلری هر وخت چې کوم کار شروع کړی فایده یې زر تر حاصله نکړی نو بیا هغه کار ته شا کړی او بل کار لټوی او که کار یې پیدا نکړو که چیرته نفس تنګه انسان وی هغه بیا کور کې او کور څخه دباندې نور جنجالونه جوړه وی او داسې کس بیا د ټولنې د اوږو بار شی نو د داسې خلکو سره باید… نور لوستل »