اکرم درانی

اکرم دراني یو ځل بیا تر برید لاندي راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن د یکشنبې په ورځ سهار د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مخکښ مشر اکرم درانی موټر باندي نامعلومو کسانو ډزي کړي دي.

پولیس وايي چې د خیبرپښتونخوا پخوانی وزیر اعلی له بریده روغ وتلی دی.

باید وویل شي چې په همدې ښار کې د رواني جولايي میاشتې پر ۱۳مه نیټه د نوموړي موټریز کاروان د یوه موټرسایکل په واسطه چاودنې سره مخ شو چې له امله یې ۴ تنه مړه او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي وه.

دغه چاودنه چې د دراني د موټر څخه په ۵۰ میترۍ کې تر سره شوې وه، نوموړی په کښي روغ پاتې شوی و.

اکرم دراني د متحده عمل مجلس له لوري قومي اسمبلۍ ته کاندید دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د