fbpx

په چاودنه کې د تحریک انصاف یو کاندید ټپي شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان ډیره اسماعیل خان کې د تحریک انصاف ډلې د یوه کاندید اکرام الله خان ګنډاپور پر کاروان باندي چاودنه شوې چې له امله یې د نوموړي په ګډون ۴ تنه ټپيان شوي دي او یو کس وژل شوی دی.

د راپورونو سره سم ګنډاپور نن د کمپاین په وروستی ورځ د کلاچي په سیمه کې یوې غونډي ته روان وو چې د سرتیري برید سره مخ شو.

د نوموړي موټر چلوونکی وژل شوی او دوه ساتونکي پولیس یې ټپيان شوی دي.

ګنډاپور د خیبرپښتونخوا د زراعت وزیر پاتې شوی، د نوموړي ورور اسرار الله ګنډاپور په کال ۲۰۱۳ کې په یوې چاودنې کې وژل شوی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پارلماني ټاکنې به روانه هفته د چهارشنبې په ورځ د جولايي میاشتي پر ۲۵مه نیټه تر سره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د