خالص بابا وو

بخت الرحمن شرافت

یو سړی و په اوو کې، له اوو نه هم بهتر و
ښه سیاسي و، په سیاست کې، میدانونو کې رهبر وه

په خبرو مجلسو کې نابغه و، دې اوو کې
لومه او لائم دواړه دشیطان په مجلسوکي

ځیرک و، فلسفي و، ذکاوت کې و، منلی
اوږد داستان د ذکاوت یې، کتابونو کی لیکلی

شاعر د شاعرانو و، ادیب د ادباؤ
قائد دمعرکو و، او عالم دعلماؤ

نه حکمت د حکمتیار ددې سړي ځای ته رسیږي
ربانیت د رباني یې وړاندي هیڅ نا مالومیږي

نه پیر و، نه حضرت و، نه سیاف، نه احمد شاه
یو رښتنی مسلمان وه ټول عمل یې لله في الله

عبقري و شهامت یې جګو غرونو ته رسیږي
توره بوره یې سنګر و چې نړۍ پکي غږیږي

نه مرسي وه، نه طیب و، نه مهاتیر، نه منډیلا
دبرکلي سپینږیری و، خالص زمونږ بابا

شرافت له بخته ژاړي د رحمان په حجره کې
هیڅ دیدار یې نصیب نه شو دبابا په ژوندانه کې

زړه مي غواړي سفر وکړم دبابا ترمقبرې
ورته زیری خبر ورکړم دهلمند دمعرکې.

نور بچیانو جنګ ګټلی، د ازادې ارادې
واشنګټن نه چیغه پورته شوه، کوي مذاکرې.

یو ګړی مراقبه شم دبابا په فلسفه کي.
دفکرونو په لټون پسي، دفکر مکتبه کي.

چې پیداکړم څو وګړي ،وکړي ښه ډیپلوماسي.
له هلمنده، بدخشانه، د غازیانو دبري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د