افغانستان

په جنسي بیلارۍ تورن «جنرال دوستم» کابل ته پر لاره دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له ترکیې څخه کابل ته پر لاره دی.

نوموړی تر شاوخوا یوې کلنې جلا وطنۍ وروسته بیرته هیواد ته ستنیږي.

ټاکل شوې چې د کابل په هوايي ډګر کې به د هغه هرکلي ته دولتي مقامات او د هغه ملاتړي ورشي.

د لومړي مرستیال دفتر او د جمهوري ریاست دفتر په جلا جلا توګه ویلي چې نوموړی له هغې موافقې وروسته هیواد ته را ستنیږي چې په ترکیه کې د ارګ او دوستم تر منځ شوې.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ویلي وه چې د جنرال دوستم اړوند ټولي موضوعګاني حقوقي بڼه لري چې د قانون په رڼا کې به تعقیب او وڅیړل شي.

د یادونې وړ ده چې جنرال دوستم شاوخوا کال مخکې د اوزبک قومي مشر احمد ایشچي سره په جنسي تیري تورن شو او بیا محکمې ته تر حاضرۍ مخکې له هیواده د ناروغۍ په بهانه وتښتېدی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ارګ او جنرال دوستم تر منځ څه موافقه شوې خو په دې وروستیو کې د نوموړي پلویان هغه وخت وپاریدل او په مظاهرو یې لاس پوري کړ کله چې يې یو مخکښ قومندان نظام الدین قیصاري ونیول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

جالبه ده د کابل ادارې ويندويانو او چارواکو په پلاوو پلاوو ويلي دي چي د دوستم له خوا تر سره سوی جرايم او جنايتونه حقوقي بڼه لري؟!زه نه پوهېږم چي دوی د حقوقي او جزايي موضوعاتو ترمنځ توپير نه سي کولای او که قصداً د ده جنايتونه ساده او سطحی برېښوي او حقوقي بڼه ورکوي. د دغه ايشچي په نامه سپین ږيري بک ګراونډ چي يې ورخراب کړ دا اوس حقوقی موضوع ده؟ پر دوستم باندي د جنسي تېري دغه دوسيه خو چي په اړونده څارنوالي کي تر جريان لاندي ده دا خو جزايي موضوع ده او څنګه چی جزايي… نور لوستل »

اجمل پښتین

د ایشچي غریب به بیا څټه تخیږي ، دلته نه عدالت شته ، نه انصاف بس یواځی دمظلومو نور ټکول دي اوبس ، یا الله ته یې په خپل منځ کې له د ګورچینجي سره اخته کړي چې مسلمانان یې له شره خلاص شي

غوربندي

دې دله مفکر سوله نه بلکه د سولې قانل په خولا کړ!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x