fbpx

د برتانیا سفیر: روانه جګړه نظامي حل نه لري؛ باید خبرې وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د برتانیا سفیر وايي روانه جګړه، هیڅ نظامي حل نه لري او باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.

نیکولاس کي؛ وايي روانه جګړه داسې بحران ته رسېدلې ده، چې په جګړه باندې ختمېدلی نه شی.

هغه وویل دوی د سولې وروستیو هڅو ته هیله من دي او په وینا يې که افغان حکومت وغواړي لندن په دې برخه کې مرستې ته تیار دی.

دا په داسې حال کې دی چې یوه اوونۍ وړاندې نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله وویل چې دوی له طالبانو سره مخاخ خبرو ته تیار دي.

د شنونکو په باور کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بېړنی سفر او د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ پر ستراتېژۍ بیا کتنه ښيي چې امریکا د جګړې پای غواړي او له طالبانو سره مخاخ خبرې نه ردوي.

د طالبانو سیاسي دفتر هم د امریکا له دې دریځه هرکلی کړی او له د جګړې له اصلي لوري سره مخامخ خبرو ته يې تیاری ښوودلی.

په ورته وخت کې افغان حکومت ټينګار کوي چې د سولې لپاره هر ډول هڅې باید د دوی په مشري وشي، دوی دعوه کوي چې د جګړې یو اړخ دوی هم دي او باید په خبرو کې د مشرۍ په ډول دخیل وي.

د سولې شورا تازه ويلي، چې په روانه اوونۍ کې به د سولې لپاره څلور اړخیزه ناسته وشي، چې افغانستان، عربي متحده امارات، عربستان او امریکا به يې اړخونه وي.

دې شورا وړمه اوونۍ هم ویلي و، چې په یوه اوونۍ کې به دوی له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو درک يې ونه لګيد.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د