افغانستان

کندوز: چهاردرې ته تللی پلاوی له څو ساعته وروسته، بېرته کابل ته روان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي دې ولایت کې د چهاردرې ولسوالۍ د بمبار په اړه له کابله ورغلی پلاوی له څو ساعته وروسته بېرته روان شوی دی.

دوه ورځې وړاندې د کندوز په چهادره ولسوالۍ کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په هوايي برید کې شاوخوا ۲۸ تنه ولسي وګوړي ووژل شول، چې ۱۴ يې د یوې کورنۍ و.

په کندوز کې د کمانډو ځواکونو مشر یوسف الدین عزیز وايي، برید دوی د بهرنیو ځواکونو په ملتیا کړی او په وینا يې د ا بمبار د هغو عملیاتو برخه دی چې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پیل شوي دي.

د چهادري ولسوال زلمی فاروقي وايي بمبار بهرنیو ځواکونو پخپل سر کړی او دوی ورسره همغږي نه و، خو د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي دوی تر اوسه نه دي خبر، چې برید بهرنیانو که کورنیو ځواکونو کړی دی.

تیموري وویل راغلي پلاوی هم له سیمې لیدنې وکړه او بېرته کابل ته روان شو.

دا پلاوی چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او امنیت شورا استازي پکې برخه وال و، وړم مازیګر کندوز ته ورسېدل.

د ملي دفاع وزارت په دې برید کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یوازې د ۱۴ تنو ملکي وګړو د وژنې پخلی کړی.

دې بمبار د هېواد له ګوټه ګوټه په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه را وپارول، پر دې سربېره ملي شورا هم دا برید یو وحشت وګاڼه.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي کمال ساپي پرون د ولسي جرګې په غونډه کې وويل، دا برید د جګړې د غځولو لپاره د یو منظم پلان پر اساس شوی دی، چې باید له بهرنیانو او حکومت نه يې پوښتنه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x