افغانستان

د سولې شورا: روانه اوونۍ څلور اړخیزه ناسته جوړېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي روانه اوونۍ کې به د سولې اړوند یوه څلور اړخیز غونډه کابل کې جوړه کړي.

د دې شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک وايي په دې غونډه کې به امریکا، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او افغانستان به د سولې د عالي شورا په کوربه توب برخه وال وي.

هغه وویل دوی به په دې غونډه کې له طالبانو سره د خبرو د پیل په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړي.

تر دې وړاندې هم کابل د ورته غونډو شاهد و، خو د شنونکو په باور د طالبانو له ګډون پرته او د جګړې پر اصلي عواملو له بحثه تېښته دا ثابتوي چې دا ډول غونډې پر روانه جګړه کومه اغېزه نه شي کولی.

طالبانو پرلپسې خپل سیاسي دفتر د سیاسي اړیکو یوازینی ادرس بللی او ټینګار يې کړی چې د بهرنیانو تر پوځي حضوره به دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د برتانیا سفیر هم منلې، چې روانه جګړه سیاسي حل نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.

نیکولاس کی په داسې حال کې د جګړې د پای لپاره پر خبرو اترو ټينګار کوي، چې هېواد يې نږدې دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته د ۴۰۰ اضافي عسکرو د لېږلو اعلان وکړ.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله وویل چې دوی له طالبانو سره مخاخ خبرو ته تیار دي، چې طالبانو يې هم هرکلی وکړی او ويې ویل د جګړې تر څنګ د جګړې له اصلي لوري سره سوله ییزې هڅې هم دومدارې ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x