سیګار: افغانستان د پانګونې لپاره دویم بد هېواد دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار اداره سیګار؛ وايي دا هېواد د پانګونې لپاره د نړۍ په سطحه دویم بد هېواد دی.

د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې وضعیت په اړه د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې د ناسمې حکومتولۍ او نا امنۍ له امله افغانستان د سوداګرۍ په لیست کې له ۴۲م ځای څخه ۱۰۷م ځای ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې نا امني او فساد دې علت شوي دي، چې بهرني پانګوال لا هم په دې هېواد کې پانګونې ته زړه نشي ښه کولی.

په راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت بد ښوودل شوی او پر دې هم اندېښنه په ډاګه شوې چې هر کال زرګونه ځوانان پر کاري شرایطو برابرېږي، خو دولت ورته د کاري فرصتونو برابرۍ کې ناکام دی.

څو ورځې وړاندې د اقتصاد وزارت هم ومنله، چې تر نیمايي ډېر پر کاري شرایطو برابر کسان بې کاره پاتې دي.

د دې وزارت د مسؤلینو په وینا په هېواد کې شاوخوا ۱۵ میلیونه تنه پر کاري شرایطو برابري دي، چې تر ۷میلیونه ډېر يې وزګار پاتې دي.

محمد اشرف غني چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې يې له فساد سره مبارزه او اقتصادي وده د کاري لومړیتوبونو له ډلې ګڼل، په داسې حال کې ناکام ثابتېږي چې د واک موده يې په پای ته رسېدو ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د