په زابل کې د طالبانو لخوا بندیزونه ولي، او څنګه لګیدلي…؟!

موسی فرهاد

رسنیو پرون خبرونه خپاره کړل چې زابل ولایت کې طالبانو پر یو لړ عام المنفعه خدماتو او پروژو باندي بندیزونه لګولي دي. د رسنیو په خبره طالبانو د ولایت په ټولو ولسوالیو کې، روغتیایي کلینیکونه، مکاتب او د ملي پیوستون پروژې ممنوع اعلان کړي دي. چې له امله یې ولس له ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

په رسنیو، خصوصاً هغو رسنیو کې چې د کابل ادارې لپاره د اشغالګرو په تمویل چلیږي؛ دغي موضوع ته خورا پراخ منفي انعکاس ورکول شوی.

خو د پیښې په اړه اصلي واقعیتونه خلکو ته نه روښانه کوي. دا چاره نه یوازي دا چې د ولس ستونزي نه حل کوي، بلکي لا یې په مشکلاتو کې د ډېرښت سبب کیږي. چې دا په حقیقت کې له خلکو سره یو بل ظلم دی.

د سیمي مسئول طالب قومندانان وایی چې دا بندیز یوازي د طالبانو له خوا نه دي، او نه طالبان دومره اړتیا ورته لري، چې له دې لاري دې په حکومت خپلي غوښتني ومني. اصلي خبره دا ده چې دا له ډېري مودې راهیسي د زابل د ولسي خلکو غوښتنه ده، خلک وایی چې دوی له خپلو حقوقو بې برخي ساتل شوي، او هغه څه چې د مرکزي حکومت او یا بهرنیو مؤسساتو له لوري د زابل په نوم راځي، هغه یوازي د څو غلو چارواکو او یا د هغوی تر واک لاندي وګړو ته رسیږي نور ټول ولس ورځیني بې برخي دی. چې تفصیل به یې په لاندي کرښو کې راشي،

طالبان وایی چې د ولس خلکو په بیا بیا امارتي مسئولینو ته مراجعه وکړه چې په دې لاره کې ورسره مرسته وشي ، دا یې وړاندیز و چې موږ ټولي حکومتي پروژې په خپلو ساحو کې په مشروط ډول بندوو ترڅو زموږ آواز د رسنیو له لاري واوریدل شي او د ولایتي چارواکو د فساد او غلاوو مخه ونیوله شي.

طالب قومندان مولوي هارون وایی چې د خلکو د همدې غوښتني په آساس د ولایت مسئولو طالب مشرانو د دوی دا غوښتنه ومنله او په مشروط ډول یې پرځینو هغو حکومتي فعالیتونو بندیز ولګاوه، چې په حقیقت کې هیڅ نه وو، خو امتیازات به یې غلو چارواکو لوټل.

دا چې د ولس حقوق څنګه ضایع کیږي، او ولس یې اوس څنګه غوښتنه کوي په لنډه توګه یې په لاندي کرښو کې یادوونه کوو:

اصل حقیقت څه دی؟

په زابل کې له نژدي درو کالو راهیسي د ولایتي حکومت له لوري پر موټرسایکل چلولو بندیز لګیدلی، او دا د افغانستان له 34 ولایتونو څخه یوازنی ولایت دی چې اوسیدونکي یې د موټرسایکل چلولو اجازه نه لري.

هیڅ یو کس نشي کولای چې له کلي څخه بازار ته او یا له بازاره کلي ته او یا په سیمه کې یوې او بلي خوا ته پر موټرسایکل تګ راتګ وکړي، دا لیونی فرمان هغه مهال صادر شوی چې د کابل لخوا د زابل لپاره د (روغ لیوني) په نامه یو سړی د امنیه قومندان په نامه را ولیږل شو.

نوموړي لیوني دا حکم د طالبانو د مخنیوي لپاره د یو تاکتیک په توګه توجیه کا وه. له دې وروسته په ټول ولایت کې ولسي وګړو نشوای کولای چې پر موټرسایکل وګرځي، هرچا چې موټرسایکل درلود هغوی نه خرڅولای شوای او نه ورباندي سپریدای شوای.

تر ټولو بده لا دا چې کله به عسکرو د اشغالګرو په مرسته پر کوم کلي چاپه واچوله، هلته به یې چې څومره موټرسایکلونه د خلکو په کورونو کې وموندل، له ځان سره به یې وړل چې ګویا دا د طالبانو دي.

حکومتي چارواکي خو طبعاً پخپلو مراکزو کې کلابند غوندي دي، چې په کاروان کې ولاړ نشي؛ داسي یو یو نشي وتلی، خواوشا ټول وطن د طالب له لاسه ورته کمین کمین وي. نو هغوی هم پرموټرسایکل نه ګرځي.

نو یوازي طالبان وو چې د روغ لیوني له دغه لیوني فرمانه یې ځانونه مستثنی کړي، که څه هم د دوی د مخنیوي لپاره دا حکم صادر شوی، خو دوی پر موټرسایکلو تراوسه پوري په ټول ولایت کې ګرځي راګرځي. ځکه چې له دوی سره وسله وي که عسکر ورباندي ډز کوي، نو دوی یې لومړی ورباندي کوي.

مطلب دا چې د دې احمقانه بندیز قرباني یوازي ولسي خلک شول. چې ترننه پوري له دغي ستونزي سره لاس او ګریوان دي.

څرنګه چې د زابل خلک ډېر غریب دي، ډېر لږ خلک داسي دي چې خپل موټر ولري، زیاتره وګړي یې موټرسایکلونه لري، نو یو سړی چې کاروبار یې په بازار کې وي، هغه به مجبوراً په پښو تګ راتګ کوي او یا به د کرایی په موټرو کې ځي چې هغه هم له ټولو سیمو څخه هر مهال نه پیدا کیږي،

او یا که چا ته په کور کې مریض ورپیښ شي، هغه نشي کولای چې بازار ته يې په لس شل دقیقو کې پر موټرسایکل د یوه لیتر پیټرولو په مصرف ورسوي، بلکي مجبور دی چې په ساعتونو ساعتونو به په دربست موټر پسي ګرځي او بیا به هغه ته پنځه یا لس زره افغانۍ کرایه ورکوي. چې دا د هرچا د وس خبره نه ده.

د دې مشکل د حل لپاره ولس په وار وار له حکومت نه غوښتنه کړي چې دا بې ګټي او ضرري بندیز نور لیري کړئ، خو حکومت نه ده منلي.

روغتیایي کلینیکونه او مکاتب

څرنګه چې د کابل حکومت په ټوله کې په فساد کې نړیوال ریکارډ لري، خو د ځینو ولایتونو چارواکي یې بیا ترټولو زیات فاسد او مفسد خلک دي، چې یو یې هم زابل دی.

دلته ولایتي چارواکي، قضايي، پولیسي او امنیتي ادارې، د شورا غړي له یو و بل سره غلا او فساد په سیالي ترسره کوي.

پخپلو کې هم، او له ولس سره هم همیشه په لانجو سر وي، څه موده وړاندي د زابل د ولایتي شورا رئیس چې ځان د زابل د ولس نماینده ګڼي؛ د زابل یو ستر قوم ته علني ښکنځلي کړي او داسی ژبه یې کارولي چې هیڅ نشه ایی او چرسي یې نه کاروي. او د زابل د یو مخکني والي په اړه رسنیو مستند راپور ورکړ چې یوه کوټه یې په یونیم میلیون افغانیو رنګولي وه.

له دې دوو بیلګو څخه د یادو چارواکو د اخلاقي وړتیا او فساد اټکل کیدلای شي.

له همدې ځایه ده چې د زابل په ټولو لیري پرتو سیمو کې چې کوم روغتیایی کلینیکونه او یا مکاتب د حکومت لخوا منظور کړل شوي، هغه ټول له شروع سره سم فلج سوي هم دي او پیسې یې د ولایتي چارواکو د فساد خوراک وي.

د هري سیمي کلینیک او مکتب ته نه هغه مواد رسیږي چې ورته اړتیا لري او نه یې پیسې ورکولي کیږي.

د کلینیکونو لپاره له مرکز او یا د موسسو لخوا ورکول شوي دواګانې په څرګنده د چارواکو لخوا خرڅیږي، د سیمي خلک یې زیاتره ثابت شواهد لري. خلک مجبور دي چې خپل مریضان بازارونو ته شخصي کلینیکونو ته ورسوي، خو هغوی ته بیا د موټرسایکل اجازه نشته.

دا راز د مکاتبو شاګردان ټول بازارونو ته تللای نشي او په منطقه کې یې چارواکي نه د معلمانو تنخواګاني ورکوي او نه درسي مواد.

د (هشت صبح) په نوم رسنۍ خبریال له زابل نه یو مستند راپور ورکړی، په هغه کې وایی، د زابل د پوهني ریاست کې هره میاشت تقریباً 61 لکه افغانۍ غلا کیږي، چې د کال څه باندي 700 لکه افغانۍ کیږي، د خبریال په خبره، د پوهني ریاست ورته ویلي چې په شاه جوی کې 46 فعال ښوونځي لري په داسي حال کې چې هلته فقط 11 ښوونځي موجود دي.

همدارنګه حال د روغتیایی کلینیکونو هم دی چې په نوم یې پیسې اخیستلي کیږي خو کلیوالو سیمو ته نه ورکولي کیږي.

طالبانو د شاه جوی د لوړمرغې او الیکې په سیمو کې یو روغتیایی کلینیک آباد کړ، چې د خلکو ډېره زیاته اړتیا وه، د سیمي لپاره یې ډېر ستر خدمت کاوه؛ هغه د ګډو ځواکونو لخوا یوځل په چاپه او بیا په بمبار کې دومره متضرر شو، چې له فعالیته ولوید. ځکه چې دا د طالبانو په ساحه کې د هغوی کامیاب فعالیت وو چې حکومت یې هیڅکله نشي زغملای، په دې وروستیو کې چې د نور هیواد په مختلفو برخو کې هم د کلینیکونو، وړوکو بازارونو، مدارسو او لیسو د بمبارولو ډېر خبرونه راځي همدا یې علت دی، چې د طالبانو له لوري عامه خدمات هغوی نه شي زغملای او خپله بیا د کار پرځای فساد کوي.

د ملي پيوستون یا مؤسساتو پروژې

ملي پیوستون یا ولسي تړون د کابل ادارې د انکشاف دهات په چوکاټ کې هغه ارګان دی چې له بهرنیو هیوادو او مؤسسو نه د بیا رغوني په نوم پیسې راغونډوي او بیا یې پخپله خوښه د خپلو دولتي قراردادیانو له لاري لګوي.

د دغه ارګان چارواکي ادعا کوي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د بیا رغاونې 95 زره پروژې د افغانستان د 34 ولایتونو په 380 ولسوالیو کې تکمیل کړي، چې څه باندي څلورنیم ميلیارد ډالر لګښت ورباندي راغلی.

په دې حساب هر ولایت ته قریباً 14 سوه لکه ډالر برخه رسیږي چې د ولایتي بودجې او ماليې وزارت نه علاوه د انکشاف دهات له طریقه باید هرولایت کې مصرف شوي وي. خو په زابل کې یې د یوې پیسې څرک نه ترسترګو کیږي، یا خو دا ټولي پیسې د ولایتي غلو چارواکو ترمنځ د قراردادونو او نور لارو د فساد خوراک شوي، او یا له لویه سره ورته ورکول شوي نه دي، خو ولس ته یې هیڅ ګټه نه ده رسیدلي.

ولایتي چارواکي له ځان او خپل خپلوانو پرته دا پروژې په قرارداد چا ته نه ورکوي، او دوی چونکه د حکومت خلک دي، له دولتي مراکزو بهر را وتلای نشي، دا خو پریږده چې دوی به د ارغنداب، نوبهار، شاه جوی، خاک افغان یا نورو لیري پرتو ولسوالیو کې پروژې عملي کوي، نو فقط دومره کوي چې د زابل د بیا رغاوني په نامه قراردادونه اخلي او په کاغذونو کې راپورونه ورکوي چې په پلانۍ سیمه کې مو دا او دا پرمختیایی پروژې سرته ورسولي. چې په حقیقت کې هیڅ هم نه وي.

د واکسین مخنیوی

رسنیو ویلي چې طالبانو دواکسیناسیون کمپاین منع کړی دی، په داسي حال کې چې په ټول افغانستان کې مجاز دی او طالبان یې د امنیت او خونديتوب چاري سر ته رسوي، خو په زابل کې یې منع کړی. لامل یې څه دی ؟

واکسیناتوران د هري سیمي لپاره خپل تشکیل او کاري ټیم لري چې شاوخوا 15 یا شل کسان وي ، د هغوی لپاره 3 یا 4 راجسترد موټرسایکلونه وي، ترڅو دوی تګ راتګ ورباندي وکړي، خو د حکومت لخوا پر موټرسایکلونو د بندیز له امله هغوی د واکسین چاري سرته نشي رسولای. هغوی هم مطالبه کوي چې پرموټرسایکلونو دې بندیزونه لري شي.

دوی هم له طالبانو غوښتي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي او پرحکومتي فعالیتونو دې ترهغو بندیز ولګول شي ترڅو یې د دوی مطالبه نه وي منلي او موټرسایکلونو ته یې اجازه نه وي ورکړي.

کنه طالبان دې ته هیڅ اړتیا نلري چې واکسین دې بند کړي، ځکه په ټول افغانستان کې نه یوازي داچې اجازه ورکوي بلکي د دغي پروژې د پرسونل امنیت هم ساتي.

د رسنیو مسئولیت

لکه مخکي مو چې یادونه وکړه، د کابل رژیم ته استخدام شوي رسنۍ همیشه داسي موضوعات د خپل تبلیغاتي پروپاګند وسیله ګرځوي، پرځای د دې چې د دا ډول پيښو اصلي حقیقت را برسیره کړي او د حل په موخه یې له ولس او اړوندو لوریو سره مرسته وکړي، دوی یې فقط د پروپاګند توکي برابروي.

د بیلګې په ډول بي بی سي پرون د یادې موضوع په اړه یو راپور خپور کړی و، سر ټکی یې دا وو چې پر حکومتي کلینیکونو د طالبانو د بندیز له امله په شاه جوی بازار کې د یوې میرمني ولادت وشو.

اول خو د دې خبري په اړه چې موږ هرڅومره د شاه جوی په بازار کې معلومات وکړل، مطلق دروغ وه ، ځکه چې هلته نسائي او ولادي شخصي کلینیکونه هم شته چې تر دولتي شفاخانې یې خدمات او وسائل دواړه ښه دي. د شاه جوی دولتي شفاخانه له وړاندي هم د دې جوګه نه ده چې د ولادت غوندي حساسو مریضیو د معالجې لازمي آسانتیاوي دې ولري.

بیا هم الله دې نه کوي، که دا ډول پیښه رامنځ ته شوي وي، دا چې د هرچا له لاسه وي؛ د غندني وړ ده باید وغندله شي. خو په ضمن کې یې بې بي سي ته دا هم پکار و چې د موضوع ټول اړخونه په ريښتیني توګه را واخلي. دا هم ذکر کړي چې درې څلور کاله ولي د چارواکو لخوا پرموټرسایکل چلولو بندیز پروت دی، دا خلک به خپل مریضان څنګه شفاخانې ته رسوي چې د موټر وس نلري او موټرسایکل عسکر نه ورپریږدي.

پایله

حقیقت دا دی چې دا ډول بندیزونه که د هرچا لخوا وي، غریب ولس هرو مرو ځیني اغیزمن کیږي، پکار دا ده چې په ښه سنجیدګۍ سره، چال چلند ورسره وشي،

چارواکي که د ولس په هیڅ درد نه دردیږي، د بهرنیو اشغالګرو سره په ملتیا یې د چاپو، بمباریو، او وحشتونو پر ولس یو طوفان را الوزولی؛ هره ورځ د ملکي وژنو پیښې، په ړندو بمباریو کې د مساجدو، مدارسو، مکاتبو، کلینیکونو، بازارونو، کلیو او کورونو د نړولو یومخیزه وحشیانه سلسله راپیل کړي؛ هغوی به طبعاً ولس ټول د ځان دښمن ګڼي ځکه به داسي عمل ورسره کوي؛

د اسلامي امارت مشرانو او ولایتي مسئولینو ته پکار ده چې په ریښتیني توګه د ولس د غوښتنو قدر وکړي، دا ډول پریکړې باید هرو مرو د ولس په خوښه وي، که هغوی یې لیري کول غواړي باید زر تر زره لیري شي او که ساتل یې غواړي؛ هم دې د هغوی خیر پکښي وسنجول شي. او د آواز د اوچتولو لپاره دې هم ولسي خلک مخکښ و اوسي، نه داچې د ولس د نارضایتۍ لامل وګرځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
علی ګل یاسینی
میلمه
علی ګل یاسینی

د پورته موضوع د ښه روښانتیا لپاره غواړم یو څه ولیکم، په دی کی شک نشته چی دافغانستان حکومت په فساد کی ترټولو ښه تجربه لری او نړۍ ته یی ځان ښه ور پیژندلی دی خو دلته ځینی نوری ستونزی هم شته چي له هغو څخه هم باید یادونه وشی زه په نورو سکتورو خبری نه کوم غواړم د ملی پیوستون یا اوسنی ولسی تړون په پروګرام باندی یو څه ووایم دا پروګرام په ټول افغانستان کی په ۲۰۰۳ میلادی کال کی پیل شوی دی چی هدف یی کلیو ته د لومړنیو خدماتو عرضه کول دی خصوصا دصحت، معارف، زراعت،… نور لوستل »