جنرال دوستم کابل ته راورسید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ارګ لومړی مرستیال او د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم له نږدې یو کال لرېوالي وروسته کابل ته راغی.

د هغه الوتکه چې نږدې نیم ساعت وړاندې په هوايي ډګر کې کېناسته د هرکلي لپاره يې د محمد محقق اوعطامحمد نور تر څګ د ولسي جرګې ځينې غړي او د هغه ګڼ پلویان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي دي.

دوستم له محمد اشرف غني سره له خبرو اترو وروسته کابل ته راغلی، خو لا هم د دوی تر منځ د شوې معاملې کره جزییات نه دي رسنیز شوي.

که څه هم دوستم کابل ته راورسید، خو په شمال کې يې د پلویانو لاریونونه تر غرمې پورې روان و، هغوی ټینګار کاوه چې دوی به د خپل مشر په امر لاریونونه دروي.

نږدې درې اوونۍ وړاندې په شمال کې د دوستم ټوپکوال نظام الدین قیصاري د حکومت له لوري ونیول شو، چې په غبرګون کې يې د جنبش پلویانو په ګڼو شمالي ولایتونو کې لاریونونه پیل کړل.

دا لاریونونه چې نږدې میاشت ته نږدې کېږي، ګډونوالو يې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، دوی ټینګار کاوه چې د قیصاري تر خوشي کېدو او دوستم تر راستنېدو پورې به خپل لاریونونه جاري وساتي.

د یادونې وړ ده چې جنرال دوستم شاوخوا کال مخکې د اوزبک قومي مشر او د جنبش ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي سره په جنسي تیري تورن شو او بیا محکمې ته تر حاضرۍ مخکې له هیواده د ناروغۍ په بهانه وتښتېدی.

احمد ایشچي د هغه د راتګ اړوند له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې که يې په قومي جرګه کې پر عدالت باور راغی نو خپله قضیه به هلته حل کړي، کنه بېرته به محکمه کې دوام ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د