د پکتیا والي: نیول شوی طالب تر قضا او څارنوالۍ مه رسوئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پکتیا والي شمیم کټوازي امنیتي ځواکونو ته ویلي، چې د جګړې په ډګر کې هر په ګوتو درغلی طالب همالته ضربه کړئ.

هغه چې د نوي امنیه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي د معرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې وويل، د خپل هر وژل شوي عسکر غچ دوه برابره واخلئ.

هغه امنیتي ځواکونه مخاطب کړل: «دښمن بېخې له منځه یوسئ، ماته بیا څوک را نه شئ، چې والله ما خو طالب له وسلې سره نیولی و، خو له څارنوالي یا قضا څخه راخلاص شو، هغلته يې مه لېږئ، پخپله يې کار ور وکړئ!»

کټوازي دعوه وکړه چې په څه باندې یوه میاشت موده کې يې ۲۳۵ طالبان وژلي او په وینا يې دا لړۍ به روانه وي.

نوي امنیه قومندان هم د کارونو د سم ترسره کولو ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې دی به غلا او فساد ته زمینه نه برابروي.

د پکتیا والي په داسې حال کې د نیول شویو طالبانو د ځای پر ځای وژلو امر کوي، چې له دې پرته هم امنیتي ځواکونه پرلپسې د بشري سرغړونو ښکار شوي دي.

د جګړې په لیکو کې د جګړې د اصولو نه مراعتول هغه څه دي چې ځينې نړیوالې بشري ټولنې يې هم اندېښمنې کړې دي.

تر دې وړاندې هم په پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار او ګڼو نورو ولایتونو کې په جګړه کې نیول شوي طالب سرتېري وژل شوي، یا هم ژوندي په ټانګونو پسې تر بازارونو کش شوي دي، چې خواله رسنیو کې يې ګڼو خپرو شویو ویډیوګانو د خلکو احساسات را پارولي دي.

پکتیا کې په داسې حال کې د جګړې پر شدت او د توندۍ لپاره د اعلی سرقومندان نماینده دا څرګندونې کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې بهرنیو او کورنیو ځواکونو د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو بمبار کې نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

شمیم کټوازي د زرمت د پېښې په تړاو څه ونه ویل، خو ټينګار يې وکړ، چې دوی ته د رسېدونکي تاوان غچ به دوه برابره اخلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

ای د کرومایټو غله!!!
ایجړا مخیه! چیرته غزلی به دی ویلی, ستا دا ښویه خوله له دی اخطارو سره نه جوړیږی. بادار دی زارۍ کوی او ته زورونه وهی. ته به بیا په کومه خوله وایې چې اساسی قانون ومنۍ. ایا تا پخپله لوستلۍ? اساسی
قانون همدا وایې چې هر عسکر دی صحرایې محکمه کوي?
هر عمل او هر کار مو د شرمه ډک وی

حبیب
میلمه
حبیب

کمونستان هیڅ شرم او وجدان نه لری. دوه ملیونه افغانان په بی رحمانه توګه ووژل، ملیونونه یی مهاجرت ته مجبور کړل او اوس هم دوی غپیږی.
داسی سپیو ته باید هیځکله حکومت کی ځای ور نکړل شی. افغانان له جنګه ستړی دی او تر هر څه سوله غواړی.