کابل: د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): څو شېبې وړاندې کابل ښار کې د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چاودنه وروسته له هغه وشوه، چې د جنرال دوستم موټریز کاروان له دې ځایه تېر شوی و.

دغه چاودنه د هوايي ډګر له څلورلارې سره چې امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

جنرال دوستم له یو کال جلاوطنۍ وروسته، نن ماسپښين کابل ته راورسید.

د هغه الوتکه شاوخوا یو ساعت وړاندې په هوايي ډګر کې کېناسته د هرکلي لپاره يې د محمد محقق اوعطامحمد نور تر څګ د ولسي جرګې ځينې غړي او د هغه ګڼ پلویان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي دي.

دوستم له محمد اشرف غني سره له خبرو اترو وروسته کابل ته راغلی، خو لا هم د دوی تر منځ د شوې معاملې کره جزییات نه دي رسنیز شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د