نظــر

شمیم خان استاذه لږ بریک پې نیسه!

حسان شلګری

وایي نوی ښکاري هوسۍ په منډه نیسي. همداسې چې کوم څوک نوی د ولایت یا کوم بل منصب په ګدۍ کیني نو ځان ورته یو مخ مشکل کشا ښکاریږي او فکر کوي چې په خپلو سختو فرامینو او ناولده اقداماتو به وطن شین شړشم کړي.

د دې خبرې ښه مثال د پکتیا ولایت والي شمیم خان کټوازی دی. شمیم خان د نادرخان کټوازي له کورنۍ څخه دي، دوی د کټواز د خیرکوټ دي. پلرونه یې درانه غرني خلک وو چې سراوکار یي له رمو او مالونو سره وو، د پووندوو سارایي ژوند یي درلود او په سیاست یې ګوتې نه وهلې.

د ظاهرشاه او داود په زمانه کې یې نادرخان کټوازي لیسه وویله، کابل ته لاړ او همالته خلقی شو، نادرخان خپله کورنۍ له کوچيتوب څخه په یوه تراټ د کمونیزم مترقي(!) فکر ته ورسوله. بیا نو نادرخان خلقی د ډاکټر نجیب د سقوط تر وخته په حکومت کې و او وروسته په هند کې اوسیده.

شمیم خان کټوازی د خلقي نادرخان د کورنۍ دوهم نسل دی. شمیم خان د هند او کابل د کوڅو مولود دی، تر اوسه یې په خیرکوټ او کټواز کې د خپلو نیکونو میلې او بیټې نه دې لیدلي. د ډالرو په باران کې یې څه پیسې پیدا کړې او بیا یې د څو ادبي ټولګو او مجلو په چاپ سره نوم او شهرت وموند. په پیل کې د نادرخان کټوازي ډرایور و خو وروسته ناڅاپه د اشرف غني مشاور وټاکل شو.( حیران دې ته یم چې دغه ډرایور به اشرف غني ته د څه شي مشورې ورکوي، شاید د ډرایورۍ په چارو کې به سلاکار وي او د ګیربکسې،ډیزل پمپ،پلنجر او کلچ پلیټ د متخصص په توګه به وظیفه اجراء کوي. کنه بله خانه خو نلري. . . .

د پلنجر او کلچ پلیټ متخصص شمیم خان استاذ بله ورځ ناڅاپه د پکتیا والي مقرر شو. والي به دې څه وو چې سم له ځانه یې د دوستم قیصاري جوړ کړ. نن یې فرمان صادر کړی چې که طالب مو په جګړه کې ونیو، نو ژوندی یې چې پرې نږدئ، بس همالته یي ضربه کوئ او ختموئ یې.

شمیم خان استاذه ته یو څه بریک ونیسه چې زه دې سر درخلاص کړم.

اوله خبره خو دا ده چې نور هغه وخت تللی دی چې تاسو به طالبان نیول، طالب اوس په منډو نه دی چې تاسو یې راونیسئ بلکې طالب په هجومي موقف کې دی. که نه یې خبر چې خبر دې کړم.  ستا د ولایت ګردیز نه قبلې خوا ته د زرمت ولسوالي پرته ده. د دې ولسوالۍ تر مرکز پورې ۲۵ کیلومتره سرک ده. پخوا دغه سرک ستاسو د واکمنۍ یوازینۍ کرښه بلل کیدله. مګر سږ کال طالبانو شب بین دروبینان پیدا کړي او پوستې داسې ټولوي لکه جوراپې. . .

په دې تیرو څو میاشتو کې د ګردیز لویدیځ ته د ساده کلا، خټاوې، ابراهیم خیلو، نیکنام، زاو او نورو سیمو کې ټولې پوستې طالبانو نیولي دي. اوس که ته ښرنې ته تلې نو په هلیکوفتر کې به ځې کنه په ځمکه به دې طالبان خپ خپ کړي.

د ګردیز ختیځ خواته به خبر شوی یې چې د ډاکټر نجیب پلرني کلي میلن کې هم طالبان ګرځي او هلته موجوده د پولیسو پوسته یې له منځه یووړه. د سیدکرم او احمد ابا لخوا هم د محاصرې کړۍ راتنګیږي، طالبان د  ګردیز ښار په منځ کې ګرځي او هره ورځ یې دلرګو له اډې نه پولیس له رینجر سره تښتولي وي.

بله خبره دا ده چې په اوس وخت کې دومره طالبان په جګړه کې نه نیول کیږي لکه پولیس، اربکیان او د اردو کلابند عسکر چې طالبانو ته تسلیمیږي، موږ هره ورځ اورو چې په فلانی ځای کې لسګونه سرتیري تسلیم شول. که چیرې د طالب بندیانو وژل شروع کړئ نو دا مامیله به درته ډیره په تاوان تمامه شي. ځکه که تاسو ته یو یا دوه طالبان په جګړه کې په لاس درځي طالبانو ته هره ورځ لسګونه عسکر په لاس ورځي. چې طالبان اکثره عسکر ژوندي خوشي کوي او حتی تر کوره د رسیدلو خرڅ هم ورکوي.

نو شمیم خان استاذه، لطفا له اکسلیټر نه پښه پورته کړه، کلچ ونیسه او له ټاپ ګیر څخه بیرته اول ته شه،دا مزلونه په ټاپ ګیر نه لنډیږي. بلکې حوصله او هوښیاري غواړي. که نور نه وي هغه ستاسو د ولایت له والي الیاس وحدت نه یې زده کړه چې ستا په شان یې کاسه تر آش نه ده ګرمه. که داسې په ټاپ کې روان وې نو سر له اوسه دې کمانۍ ماتې او کرینکس لګیدلی بولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

شمیم له قواری هم ایجړا ښکاری نوم یی ( شمیم جان ) هم ښځینه نوم دی، دا چه پلار یی ملحد خلقی وو نوری معرفی ته اړه نه لری ، یو خلقی نه می د داود په دوره کی پوښتنه وکړه چه تاسی ډولی هلکان ډیر جذبوی او له جذب وروسته یی په نورو خبرو سربیره ګډوۍ او د شرابو او هر ډول عیاشیو سره یی روږدی دا ولی ؟ هغه وویل [ په دی ډول دوی په دی کار انسانی شخصیت له لاسه ورکوی کله چه یی شخصیت له لاسه ورکړو بیا زمونږ دایمی او حقیقی ملګری شو .… نور لوستل »

شهاب

هههههه شلګری صاحب دده په ژبه دی پوه کړ. که په سیاست او قانون پوهیدای دغه څرګندونې یې نه کولي. کاش چې میډم شیمم خو د پښتو په لاره پوهیدای چې وایې خپل غچ دوه برابره اخلۍ. بیا نو پښتون خو په سیالۍ کې ځان چاته پاتی نه راولی, نو کله چې طالبان یو عسکر خوشی کوی نو دئ دی نر شې دوه دی خوشی کړی او کنه نو خپل معاش او دسترخوان پیسي دی جمعه کوي او محلی ارګانونو ته دی لیږی کنه بیا به هماغه یوه تفنګچه, سپینه جوړه او توره کرتۍ ورپاتی وې او د شرکتونو برخی… نور لوستل »

masoom

حسان شلګرﺉ صاب: چیرته به دې د نر سړی په اړه مضمون لیکلو او ځان به دې په ستړﺉ کړﺉ و دا خو بیګم شمیم جان ده ملګرې آشپزه غنی به یې چې په موټر کې ارګ پوهنتون ته بیوله او ډوزمار میړه يې ظاهر قدیر به لاڅه خوارکۍ سترګې اړه وی راړه وی چې بیګم صاحبه مې پکتیا ته رسیدلې او زه لا خبر هم نه یم په نن ټکی اسیا کې خلکو مضمونونه په لیکلی حسان شلګرﺉ صاب خیر نن دې ډیر وخندوولم لاکن طالبان په داسې انجونو د ځان غوږ هم لا نه ګره وی میړه غواړی… نور لوستل »

صدیق

زه یې ملامت نه بولم دوی د ډیرې ټمبلی نه دا خبرې کوي که نه والي صاحب بد سړی نه دی. وایی یو ځای کې ټمبلانو ډریورانو تړون کړی وو چی پس له نن ورځې هیڅ څوک هم نه شي کولای چې په تیز سرعت سره موټر بوزي او که هر چا په عجله سره هر کار تر سره کړ نو ډیره جریمه به پرې کوي او د ټمبلانو له ښاره به ایستل کیږي. یوه ورځ یو ټمبل ګوري چې خپل رییس یې موټر په ډیر سرعت سره روان کړی دی، نو ډیر خوشحاله شو او فکر یې وکړ چې… نور لوستل »

نورالدین

دايي هم بي ادبي كړ‎ی کنہ نو استادان خو یی بلہ نغارہ غږ‎وی نالایقہ دی خوار

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx