
د اوپو په زړه پورې پیاوړی ځیرک مبایل «Find X»/ ځانګړتیاوې/ انځورونه او بیه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د ځیرک مبایلونو مشهورې چینایي کمپنۍ «اوپو» د خپل سیریز نوی په زړه پورې مبایل بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ، چې یو شمېر نوې ځانګړتیاوې لري.
دغه مبایل چې فاینډ ایکس (Find X) نومیږي، ۹۳.۸ سلنه سکرین لري، چې په سهي معنا بیزل لیس دی، د کامرې او یا هم کومې بلې تڼۍ ځای نه لري، ددې لپاره کمپنۍ نوې ستراتیژي غوره کړې ده.
ځانګړتیاوې:
اوپو فاینډ ایکس۶.۴ انچه امولیډ، ۹۳.۸ برخه سکرین ډیسپلی لري، چې د ۱۰۸۰-۲۳۴۰ پیکسلز صفا ریزولوشن لري، دا د نړۍ لومړی ځیرک مبایل دی چې تقریبا ټوله برخه یې ډيسپلی ده، چې د پرانیستلو نه وروسته پر سکرین له ډیسپلی پرته بل هیڅ شی په نظر نه راځي، حتی چې د کامرو لپاره هم کمپنۍ نوې لاره غوره کړې ده.
د مبایل د لا پياوړولو لپاره کمپنۍ (کورننګ ګوریلا ګلاس ۵) باډي ورکړې، دوه ښکلي تور چکه سور او تور چکه نیله (Bordeaux Red, Glacier Blue) رنګونو یې ظاهري ښکلا څو چنده کړې.
د کوالکوم اسنیپ ډراګون ۸۴۵ تر ټولو پياوړی او چټک پراسیسر، ۸ جي بي پياوړی ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لري، چې د میموري کارډ اخیستلو وړتیا نه لري.
د انډرایډ سیستم لومړی مبایل دی چې د مخ کولپ درلودلو لپاره 3D کامرې سیستم لري، چې په ځانګړې ټکنالوژۍ جوړ شوی، ډير په چټکۍ یې کولپ پرانیستل کیږي، او له فنګر پرنټ یا ګوتې کولپ څخه ۲۰ وارې زیات محفوظ دی.
اوپو فاینډ ایکس ۱۸۶ ګرامه وزن او ۹.۶ ملي میتره نری والی لري، چې د سکرین پلنوالی یې ۷۴.۲ او اوږدوالی یې ۱۵۶.۷ ملي میتره دی.
کامره:
شاخوا ته دوه کامرې لري، چې یوه یې ۲۰ میګا پېکسله (F/2.0) او بله یې ۱۶ میګا پېکسله (F/2.0) ده، همدا ډول یې د سیلفي کامره ۲۵ میګا پېکسله ده (F/2.0)، چې LED فلاش لري او په توره تیاره کې د غوره عکس اخیستلو وړتیا لري.
د مبایل په سکرین کامرې، فلش یا بل هیڅ شی نه ښکاري، خو د سکرین پاسنۍ خوا ته سلایډر ورکړل شوی، چې د کامرې پرانیستلو پر وخت پورته کیږي او د بندولو پر وخت ښکته کیږي، چې په نیمه ثانیه کې یو ځل ښکته پورته کېدلی شي، د اوپو په وینا دا سلایډر احتیاطا (د چک کولو نه وروسته) د ورځې ۱۵۰ ځلو او همداسې ۳ سوه زره ځلو نه زیات د ښکته پورته کېدلو وړتیا لري.
په دې کې د انډاریډ ۸.۱ اوریو اپریټنګ سیستم ورکړل شوی، مګر د ګوشکونو سیستم یې کمزوری دی چې په دې کې د ۳.۵mm جیک موجود نه دی، مطلب د هر یو ګوشکونو اخیستلو وړتیا نه لري، خو یو ایس بي سي ټایپ پورټ ورکړل شوی چې مبایل په چټکۍ سره چارج کولای شي.
د نورو ځانګړتیاو ترڅنګ دغه مبایل د ۳۷۳۰ ملي امپایره mAh غوره بیترۍ او چټک چارجنګ سیستم لري، د کمپنۍ په وینا دغه مبایل له صفر نه تر سلو پورې بیترۍ په یوازې نیم ساعت یا ۳۵ دقیقو کې چارجوي، که دغه مبایل یوازې ۲ دقیقې چارج شي تر ۲ ساعتونو پرې خبرې کیدلای شي.
بیه:
ددغه ځانګړي مبایل بیه شاوخوا ۹۹۰ یورو یا ۱۱۵۰ امریکایي ډالر، ۸۵ زره افغانۍ او یا یو سلو ۲۹ زره پاکستانۍ کالدارې ښودل شوې ده.