fbpx

زابل: اتغر ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمری، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د زابل ولايت اتغر ولسوالۍ د جګړې له امله سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د اتغر ولسوال عبدالقیوم په يادي ولسوالۍ کي د سختي جګړې پخلی کوي او په وينا يې که د جګړې ساحې ته مرستندویه ځواکونه ونه لېږل شي نو ولسوالي سقوط کوي.

طالبانو منلې چي د تيري شپې په جګړه کي يې د اتغر ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ، قرارګاه او کمپاين په بشپړ ډول نيولي؛ د دوی په وينا اوس مهال د استخباراتو ریاست تر جګړې لاندي دی.

طالبانو د جګړې له امله د مالي زيان تر څنګ د ۲۳ تنه عسکرو وژل هم منلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د