مسلمان فوټبالر «اوزیل» د توکمپالنې او سپکاوي له امله د جرمني لوبډله پریښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د جرمني فوټبال لوبډلې تکړه لوبغاړي مسعود اوزیل د توکمپالنې، تعصب او سپکاوي له امله د جرمني لوبډله پریښوده او خپل نړیوال کیریئر ته يې د پای ټکی کیښود.

ترکي الاصله جرمني فوټبالر له تېرو نهو کالو راهیسې د جرمني لوبډلې سره یوځای دی، د لوبډلې په بریا کې مهم رول لري، چې په ۲۰۱۴م کال کې جرمني لوبډلې د نوموړي په ګډون د فوټبال نړیوال جام اتلولي خپله کړې وه.

خو نوموړی د روان ۲۰۱۸م کال فوټبال نړیوال جام کې هم د خپلې لوبډلې برخه وه چې جرمني لوبډله په ګروپي سیالیو کې له نړیوال جام څخه بهر شوه، په دې سره له مینوالو لخوا پر مسعود اوزیل توندې نیوکې وشوې او نوموړي ته یې سپکې سپورې وویل شوې.

۲۹ کلن مسعود اوزیل د روان کال په «مۍ» میاشت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان سره ناسته کړې وه، چې له هغه سره ویستل شوي عکسونه په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول په جرمني هېواد کې د نېوکو لاندې شول، په ځانګړي ډول کله چې جرمني لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شوه، اوزیل د توندو غبرګونونو، توکمپالنې او سپکاوي سره مخ شو، چې له امله یې نوموړی اړ شو د جرمني لوبډلې پریږدي.

د ارسنل لوبډلې منځنی لوبغاړی مسعود اوزیل وایي: کله چې زه د جرمني لوبډلې لپاره لوبه وګټم نو اتل جرمنی یادیږم، خو چې کله له ماتې سره مخ شم بیا له سپکاوي سره مخ کیږم او کډوال یادیږم.

نوموړی وایي: دا زما لپاره ډیره زړه ماتونکې ده، زه د جرمني لوبډله په داسې وخت کې پریږدم چې زه د سپکاوي او تعصب سره مخ یم، ما د جرمني لوبډلې جامه په فخر او خوشحالۍ په تن کوله، خو اوس نه، اوس زه داسې فکر کوم لکه په تېرو نهو کالونو کې زه د جرمني لوبډلې لپاره هیڅ لاسته راوړنې نه لرم.

مسعود اوزیل ته د جرمني فوټبال فدراسیون لخوا له تېرو ماتو او د طیب اردغان سره له لیدنې وروسته خط استول شوی، چې په کې نوموړی توکمپال، متعصب او سپک یاد شوی، اوزیل د ځان د دفاع په اړه وایي:

د ترکیې ولسمشر سره زما عکس اخیستل هیڅ سیاسي بڼه نه لري، د هغه سره لیدنه زما لپاره د فخر وړ خبره وه، ځکه چې هغه زما د کورنۍ هېواد ولسمشر دی او زه باید ددې درناوی وکړم».

نوموړي زیاته کړه: زما دنده سیاست نه بلکې فوټبال ده، خو هغه څه چې ما د جرمني فوټبال فدراسیون او نورو څخه ترلاسه کړل، زه یې اړ کړم چې نور د جرمني لوبډلې لپاره ونه لوبیږم او نه ددغه هېواد جامه د بیا ځل لپاره په تن کړم.

مسعود اوزیل د جرمني فوټبال فدراسیون مشر ته ګوته ونېوه، چې د جنسیت توپير کونکي باید په داسې یو ستر فدراسیون کې د دندې ترسره کولو حق نه لري، ددوی په نظر زما په څېر لوبغاړي د بریا پر وخت جرمني خو د ماتې پر وخت کډوال یادیږي.

د یادونې وړ ده چې مسعود اوزیل د جرمني لوبډلې لخوا په تېرو نهو کالونو درې ځل په نړیوال جام کې ګډون کړی، ۹۲ نړیوالې لوبې یې ترسره کړي، ۲۳ یې ګولونه وهلي او ۴۰ یې اسیست کړي، نوموړي د جرمني هېواد د کال غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې ده.

مسعود اوزیل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان سره ویستل شوی انځور:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د