کرېکټ: سرېلنکا سویلي افریقا ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د سرېلنکا او سویلي افریقا ترمنځ په دویم ټیسټ سیالۍ کې یو ځل بیا سرېلنکا لوبډلې د سویلي افریقا تکړه لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د سرېلنکا په کوربه توب د سویلي افریقا سره په دویمه سیالۍ کې د سرېلنکا توپوهونکي او توپ اچونکي یو ځل په داسې وخت کې بریالي شول چې سویلي افریقا لوبډله د نړۍ ستر تکړه توپوهونکي او لومړي مقام لرونکي توپ اچونکي لري.

په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه سرېلنکا لوبډلې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۳۸ منډې جوړې کړې، خو سویلي افریقا په ځواب کې یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې، او د هاشم املا، فاف ډوپلیسي او کوینټن ډیکاک په څېر ستر لوبغاړي یې ناکام شول.

سرېلنکا لوبډلې د ۲۱۴ منډو په لرلو سره یو ځل بیا توپوهنه پېل کړه، چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۷۵ نورې منډې جوړې کړې، او د ۴۹۰ هدف ټاکلو وروسته یې سویلي افریقا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه، خو سویلي افریقا لوبډلې ټولې ۲۹۰ منډې جوړې کړې او د ۱۹۹ منډو په ستر توپير یې سیالۍ وبایلله.

که څه هم د سویلي افریقا سوکه توپ اچونکي کیشو مهراج په یوه پاڼۍ کې ۹ او په بله کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې، خو د ډیل سټین، کاګیسو رباډا او لونګي نګیډي په څېر ستر توپ اچونکو ناکامۍ یې لوبډلې له ماتې سره مخ کړه.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې سرېلنکا لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو په توپير ستره ماتې ورکړې وه.