فخر زمان د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ۳۸ کلن ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې چپ لاسي توپوهونکي فخر زمان په یو ورځنۍ سیالیو کې د چټکو ۱۰۰۰ منډو جوړولو نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ.

فخر زمان چې په تېرو څو میاشتو کې د خپلې لوبډلې لپاره لویې لاسته راوړنې لري، د ویسټ انډيز تکړه لوبغاړي ویو رچرډز ۳۸ کلن نړیوال ریکارډ مات او پخپل نوم ثبت کړ.

۲۸ کلن توپوهونکي فخر زمان دغه ریکارډ د ۱ کال او ۴۵ ورځو په موده کې په یوازې ۱۸ سیالیو کې پوره کړ، چې له دې وړاندې لومړی د ویسټ انډیز تکړه لوبغاړي ویو رچرډز، ورپسې انګلستان لوبغاړي کیون پيټرسن او جوناتن ټراټ، سویلي افریقایي لوبغاړي کوینټن ډیکاک او پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم په ۲۱ سیالیو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې وې.

دغه ځوان توپوهونکي تېره ورځ د زمبابوې پر وړاندې د سعید انور ۲۴ کلن ریکارډ هم مات کړ، چې په همدې ډول لومړی پاکستانی لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې يې له ۲۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې.

سربېره پر دې په یوه سیریز کې د زیاتو منډو جوړونکی دویم لوبغاړی شو، نوموړي د زمبابوې پر وړاندې په ۵ یو ورځنۍ سیالیو کې ۵۱۵ منډې جوړې کړې، چې له دې وړاندې ویرات کوهلي په ۵ یو ورځینو سیالیو کې ۵۵۸ منډې جوړې کړې دي.