ننګرهار: دریو پرلپسې چاودونو مرګ ـ ژوبله نه درلوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نږدې په دریو ساعتونو کې پرلپسې درې چاودنې وشوې.

د ننګرهار د والي ویاند وايي دې چاودونو هیڅ تلفات نه درلودل.

عطاءالله خوږیاڼی وايي نن سهار شاوخوا نهه بجې دوه چاودنې د ښار شمالي څنډه کې بهسودو پله ته څېرمه وشوې، چې په وینا يې د ځای پر ځای شویو بمونو په وسیله وشوې.

هغه وايي په دې چاودونو کې هیڅ ځاني تلفات نه دي اوښتي اونه هم درېیمې چاودنې چې غرمې ته نږدې په دویمه ناحیه کې وشوه، کوم تلفات درلود.

هغه وايي درېیمه چاودنه یو روغتيايي مرکز ته څېرمه وشوه، چې تر اوسه يې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

بل خوا تېر مازیګر مهال د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، چې اوو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

خوږياڼی وايي پېښه د سره رود ولسوالۍ په شمشه پور سیمه کې په یوه مسجد کې وشوه، چې پکې څلور تنه ووژل شول او د ملا امام په ګډون درې تنه نور ټپیان شول.