د دوستم په امر د حیرتان او اقینې بندرونه پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): شمال کې د دوستم د ټوپکوال د نیول کېدو له وخته تر اوسه لاریونونو دوام وکړ، چې په ګڼو ولایتونو کې يې پراختیا پیدا کړه.

لاریونوالو چې د نظام الدین قیصاري د خلاصون او جنرال دوستم د راوستلو شعارونه ورکول، اقینه، حیرتان او شیرخان بندرونه هم وتړل.

تازه د اقینې او حیرتان بندرونه د دوستم په امر خلاص شوي دي او لاریونونو خپل اعتراضونه پای ته رسولي دي.

جنرال دوستم له نږدې یو کال جلا وطنۍ وروسته پرون ماسپښين کابل ته راورسید، هغه له ارګ سره له معاملې وروسته کابل ته راغی.

پلویانو يې د هغه تر راتګه پورې لاریونونو ته دوام ورکړ او ټينګار یې وکړ، چې دوی به د خپل «رهبر» په امر لاریونونه پای ته رسوي.

ځينو سرچینو د نظام الدین قیصاري د خلاصون خبر ورکړی او د دوستم او غني تر منځ د معاملې یوه ماده يې د هغه خلاصون یاد کړی، چې جنبش نن د دوستم او قیصاري د لیدلو خبر ورکړی دی.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، جنرال دوستم او قیصاري به نن سره وویني او په وینا يې د هغه د نیول کېدو ټول داستان به يې له خپلې خولې واوري.

نظام الدین قیصاري چې د فاریاب په اربکیانو کې د دوستم ځانګړی استازی و، نږدې میاشت وړاندې د حکومت له لوري ونیول شو، چې سلګونو پلویانو يې لاریونونو ته دوام ورکړ.