افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د ساختماني شرکتونو ۷میلیارده افغانۍ پوروړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): کابل کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیرونو ریاست مخې ته د ساختماني شرکتونو مسئولینو او غړو د تحصن خېمله وهلې ده.

دوی دغه وزارت د اوو میلیارده افغانۍ پوروړی بولي، چې د بېلابېلو پروژو له امله يې شرکتونو ته نه دي سپارلې.

د ساختماني شرکتونو د اتحاديې مشر داود توتاخېل وايي چې شاوخوا دوه سوه شرکتونو له څو کلونو راهیسې د دې وزارت بېلابېلې پروژې تطبیق کړې دي، خو پیسې يې دي ورکړل شوې.

هغه وايي دا ډېرې زیاتې پیسې دي، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا يې ځنډول د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

د دې وزارت د تعمیرونو ریاست بیا یوازې د څلورو میلیاردو افغانیو نه ورکړه مني؛ خو دعوه کوي چې له ځينو شرکتونو يې ځکه دغه پیسې ګرځولې چې پروژې يې سمې نه دي تطبیق کړې.

د دې ریاست د مسؤلینو په وینا له هغو اوو میلیاردو افغانیو نه چې د ساختماني شرکتونو اتحادیه دعوه کوي، دوی درې میلیارده افغانۍ ورکړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم سیګار پخپل راپور کې ویلي و، چې د فساد او نا امنۍ له امله افغانستان د پانګونې په برخه کې د نړۍ په سطحه دویم بد هېواد دی.

د دې راپور پر بنسټ بهرني پانګوال اصلاً دلته د پانګونې لپاره زړه نه شي ښه کولی، چې په دې توګه افغانستان د سوداګرۍ په نړیوال لیست کې له ۴۲م ځای څخه تر سلم ځای هم ښکته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx