امریکی سناتور جان کیری پاکستان ته راورسید

john_kerryدپاکستانی سیاستوالو ډيرنژددی ملګری جان کیری تیر ماښام دلاهورښارته راورسید، چیری چی تیره میاشت یو امریکایی په مخامخ ډزوباندی دوه بی ګناه پاکستانی وګړی ووژل.

په لاهورښارکی دامریکی په قونصلګری کی په یوه خبری غونډی کی جان کیری خبریالانو ته وویل زه پاکستان ته ددی لپاره راغلی یم ترڅو له پاکستان سره تل پاتی دوستی نوره هم ټینګه کړم. اونوموړی په واروارسره دترهګرو په وړاندی روانه جګړه کی دپاکستان ددوستی اوقربانیو ستاینه کوله اوزیاته یی کړه چه په سیمه کی پاکستان زمونږله ډیرو نژدو ملګرو څخه دی اودپاکستان پرقربانیو مونږ سترګی نشو پوټولی دنیول شوی امریکایی ریمنډډیوس په اړوند دیوه سوال په جواب کی نوموړی زیاته کړه، چی ریمنډ ډیوس امریکایی سفارت کاردی او دویانا دکنونشن د۶۴مادی له مخی هغه ته اثتثنی حاصله ده، نوموړی زیاته کړه زه دانه وایم چی ریمنډ ډیوس مجرم نه دی، خوداوایم چه ریمنډ ډیوس یوسفارت کاردی او هغه ته اثتثنی حاصله ده.

او دا خبره سپینه ول چه نوموړی سفارت کاردی اوکه نه دی اومثتثنی دی که نه ده په وزارت خارجه پوری تعلق لری اود پاکستانی عدالت کارندی.
جان کیری زیاته کړه چی دایوه کوچنی پیښه ده اوداپیښه باید زمونږ اودپاکستان پردوستی باندی اثر ونکړی اوویی ویل چه مونږنوری ډیری لویی پیښی په وړاندی لرو اوهغو ته باید متوجه شو نوموړی و ترهګرو ته په اشاره کولو سره وویل چه مونږهره ورځ وینو چه ترهګر په مسجدونو زیارتونو او دعامه خلګو په استوګنو کی چاودنی کوی، بی ګنا خلګ وژنی، ښونځی اوروغتونونه ورانه وی اوعام وګړی نه پریږدی چی عادی ژوند وکړی.
نوداچی مونږله ډیروکوچنیو مشکلاتو څخه نورغټ مشکلات جوړه وو، باید همدارنګه ستونځو ته متوجه شو چه هغه ډیری لویی  او ویره ونکی دی.
په اخر کی نوموړی دوژل شوی پاکستانیانو په مړینه سخته خواشینی څرګنده کړه اوزیاته یی کړه چی دایوه ډیره افسوزناکه پیښه وه صبا به له پاکستانی سیاستوالو سره یوځای دوژل شوو کسانو کورونوته ورځم اودتسلیت مراسم به ورته وړاندی کوم، اوزه یوځل بیا پاکستانی ولس ته ډاډ ورکوم چی کچیری ریمنډ ډیوس وامریکی ته سپارل کیږی نو هغه به خا ماخوا په امریکایی عدالت کی محکمه کیږی، خو دومره باید ووایم چه ریمنډ دیوس یو امریکایی سفارتکار دی اوکه یی څوک منی اوکه یی نه منی نوموړی ته اثتثنی حاصله ده اوقضیه یی پاکستانی عدالت پوری تعلق نه لری.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.