میدان وردګ: لاریونوالو د ولایت مقام دروازه قلف کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): په میدان وردګو ولایت کې ګڼو لاریونوالو د ولایت مقام، ښاروالي، د ټاکنو کمیسیون او د ښځو چارو ریاست دروازې تړلې دي.

اعتراض کوونکي وايي د دوی لاریون به تر هغو دوام ولري چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې.

هغوی غواړي چې په برېښنايي تذکرو کې د ولایت نوم د «وردګ» پر ځای «میدان وردګ» ولیکل شي او د دې ولایت په مرکز کې د دولتي پوهنتون ودانۍ باید جوړه شي.

دا په داسې حال کې دی چې د دې ولایت د دولتي پوهنتون ودانۍ د سید اباد ولسوالۍ اړوند په «ټوپ دښته» کې ده، خو پر دې سربېره يې مرکز کې هم یوه لوحه درېدلی او ځای ورته ځانګړی شوی دی، د مرکز اوسېدونکي ټینګار کوي چې باید دلته د پوهنتون ودانۍ جوړه شي.

لاریونوالو ټینګار کړی چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو د کابل ـ کندهار لویه لاره به هم د ترافیکو پر مخ وتړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد
میلمه
خالد

چې زه د حکومت په ځای شم ټول را ټولوم او له پاسه بم پرې را خوشې کوم، دا ټول حرامیان دي، دغه د میدان کلیمه یې د حکمتیار د یوه بی شرفه قومندان (تورن امان) له وخته ورسره اضافه کړې ده.
خدای دې حکمتیار په دواړه جهانونو کې د سپي په څېر شرمیدلی لري.
ان شاء الله

Najib Ahmad zai
میلمه
Najib Ahmad zai

لیونیان دی دمیدان په نوم دی ځانته آزاد دولت اعلان کړی لکه آزاد ترکستان او ګلب###دی ورته مشره کړی خدای وهلی دی دنیا اسلام او افغانستان په څه حالت کی دی دوی دمیدان دنوم لپاره لاریون کوی بلا مو ووهه په دا بیعقل لاریون