میدان وردګ: لاریونوالو د ولایت مقام دروازه قلف کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): په میدان وردګو ولایت کې ګڼو لاریونوالو د ولایت مقام، ښاروالي، د ټاکنو کمیسیون او د ښځو چارو ریاست دروازې تړلې دي.

اعتراض کوونکي وايي د دوی لاریون به تر هغو دوام ولري چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې.

هغوی غواړي چې په برېښنايي تذکرو کې د ولایت نوم د «وردګ» پر ځای «میدان وردګ» ولیکل شي او د دې ولایت په مرکز کې د دولتي پوهنتون ودانۍ باید جوړه شي.

دا په داسې حال کې دی چې د دې ولایت د دولتي پوهنتون ودانۍ د سید اباد ولسوالۍ اړوند په «ټوپ دښته» کې ده، خو پر دې سربېره يې مرکز کې هم یوه لوحه درېدلی او ځای ورته ځانګړی شوی دی، د مرکز اوسېدونکي ټینګار کوي چې باید دلته د پوهنتون ودانۍ جوړه شي.

لاریونوالو ټینګار کړی چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو د کابل ـ کندهار لویه لاره به هم د ترافیکو پر مخ وتړي.

تبصرې (2)

  • چې زه د حکومت په ځای شم ټول را ټولوم او له پاسه بم پرې را خوشې کوم، دا ټول حرامیان دي، دغه د میدان کلیمه یې د حکمتیار د یوه بی شرفه قومندان (تورن امان) له وخته ورسره اضافه کړې ده.
    خدای دې حکمتیار په دواړه جهانونو کې د سپي په څېر شرمیدلی لري.
    ان شاء الله

  • لیونیان دی دمیدان په نوم دی ځانته آزاد دولت اعلان کړی لکه آزاد ترکستان او ګلب###دی ورته مشره کړی خدای وهلی دی دنیا اسلام او افغانستان په څه حالت کی دی دوی دمیدان دنوم لپاره لاریون کوی بلا مو ووهه په دا بیعقل لاریون