fbpx

غزني: له قره باغ وروسته ګیلان کې هم د اربکیانو مرکز له منځه تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هغوی د مرکز له منځه وړلو وروسته په ګیلان ولسوالۍ کې د هغوی مرکز او پوستې له منځه وړې دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی سرتېرو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د ګیلان ولسوالۍ په اغه جان سیمه کې د اربکیانو پر قرارګاه او پوستو بریدونه کړي او بشپړه يې تر واک لاندې راوستې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دې قرارګاه کې «میشت اربکیان ټول ووژل شول، وسلې او مهمات او نور وسائل یې د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې جګړه کې د تر برید لاندې اربکیانو د مرستې لپاره ورغلي مرستندوی عسکر هم د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلل، چې تر سهاره يې دوام وکړ.

څو ورځې وړاندې په قره باغ ولسوالۍ کې هم د اربکیانو مهم مرکز په شاغلو سیمه کې له منځه لاړ.

ګیلان د مقر څنګلورې ولسوالۍ ده، کوم ځای چې له اندړو ولسوالۍ وروسته د اربکیانو مهم مرکز یادېده، خو په دې وروستیو کې د طالبانو مخامخ بریدونو او د اربکیانو ډله ییزې تسلیمۍ يې وضعیت په ځوړ کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د