څیړنه: د ځیرک مبایلونو زیات استعمال یاداښت کمزوري کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): نوې څیړنې ښيي چې د ځیرک مبایلونو زیات استعمال د ځوانانو او ماشومانو په یاداښت ډیر منفي اغیز کوي او ددوی ذهني وړتیا له منځه وړي.

د سویس هېواد په یوه طبي انستیتوت کې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې د مبایل وړانګو/فریکوینسي ته تر یو کال یا زیات وخت تېرولو سره انساني دماغ سخت اغیزمن کیږي چې په پای کې د یاداښت کمزورتیا لامل کیږي.

د مبایل او یا دې ورته توکو استعمال د حافظې چوکاټ figural memory چې د دماغو په ښي خوا کې ځای لري اغیزمن کیږي، د څیړنې له مخې ویل شوي هغه څوک چې ځیرک مبایل د ښي غوږ خواته نیږدې نیسي هغوی له دغو راوتونکو وړانګو څخه زیات اغیزمن کیږي.

د مبایل وړانګې د رادیو او سګنل فریکوینسۍ ته ویل کیږي، چې له بل ځایه کشف کیږي او هر وخت فعاله وي.

څیړونکو زیاته کړې چې پيغامونه استول، ګیمونه کول او پر انټرنیټ لټون کول که څه هم په عام ډول پر دماغو اغیز کوي خویاداښت ته زیان نه رسوي.

په دغه څیړنه کې له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې له ۷۰۰ کسانو څخه ازموینه ترسره شوه، په ازموینه کې د رادیو فریکوینسي او د انسان دماغو او یاداښت ترمنځ د اړیکو پلټنه وشوه.

په پایله کې وموندل شوه چې د رادیو فریکوینسي ددوی پر دماغو او یاداښت ښکاره اغیز کوي، خو دا څرګنده نشوه چې د فریکوینسۍ اغیز پر دماغو ولې او د څه لامله کیږي، دوی زیاتوي چې ددې پلټنه اوږد وخت غواړي.

د یادونې وړ ده له دې وړاندې د یوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي وو چې د ځیرک مبایلونو زیات استعمال په ځوانانو کې د تنګېدو، خپګان او ځانوژنې عادات رامنځته کوي.