د پکتیا د والي تقلیدي پټکه!

وفی الله روفي

اعلی سرقومندان چې له کنټروله ووځي، نو فکر کوي ښه به دا وي چې مقابل لوری تر کنټرو لاندې راولي، د دې ګټه يې دا سوچ کړې چې زیاتې به د ده بې کنټرولي ته د چا نه ور پام کېږي، هغه په دغسې وخت کې دواړه لاسونه سره سوکونه کړي او د انتخاباتو تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې کړي، کله په ککرۍ کې د سر ماتولو ګواښ کوي کله لوړه کوي چې که يې پلانۍ توره ونه کړه د خپلې مور زوی به نه وي؛ له ده نه په تقلید په ولایاتو کې هم د اعلی سرقومندان نماینده ګان کله کله دغه اکټ کوي، پرون د پکتیا والي شمیم خان کټوازي دغسې یو ډز وکړ!

هغه غوښتل د اعلی سرقومندان له نرې غږ سره په مشابهت زوروره چیغه وکړي، خو نه يې مکان په نظر کې ونیو نه يې زمان؛ د ده هېر و چې دی والي دی، غني نه دی؛ دی پکتیا کې دی، کابل کې نه دی، دی ولایت مقام کې دی، ګلخانې ماڼۍ کې نه دی، شمیم عسکرو ته خبرو کې پټکه وکړه چې که طالب په ګوتو درغی نو نه مه يې تر څارنوالۍ رسوئ مه يې تر قضا پرېږدئ! یوه توره يې دا کړې چې دا خبره يې په فرضیه شروع کړې وايي «که…» دی پوهېږي چې دا خو امکان نه لري، خو «که» داسې وشول بیا نو تاسې دا توره وکړئ!

دا د یو ولایت د مسوول په حیث د حکومت رښتینې څېره په ډاګه کوي، دوی تر دې اندازې له اخلاقو خلاص دي چې حتی په سیاسي پټکو يې هم سر نه خلاصېږي، چې خپلې خبرې کنایه امیزې یا اشاروي وکړي، خو د پکتیا والي په ډاګه کړه چې دوی د دښمنۍ هیڅ اصل نه پېژني او چې وس يې بر شي د هر ډول بد اخلاقۍ تمه ترې کېدای شي.

که څه هم په پکتیکا کې عزیز الله کاروان، په غزني کې د اندړو اربکي قومندانان او په کندهار کې د رازق ډلګۍ په دې مشهوره ده چې ژوندي طالبان يې په ټانګونو پسې تړلي، بازارونو يې کش کړي او حتی د دوی روزونکو امریکایانو خو په کندهار کې پر جسدونو بولې هم وکړې، نو له نظامي اړخه دا پر طالب سرتېري اصلاً اغېزه نه لري، خو د پکتیا د والي اخلاقي فقر څرګندوي.

که دوی انګېري چې په دې ډول به خپلو عسکرو ته روحیه ورکړي نو دا يې ناسم چورت دی، ځکه کله چې د جګړې لپاره عقیدوي اماده ګي نه وي، لنډ احساساتي بیانونه یا پېښې يې یوازې د لنډې مودې لپاره جنګیالي کولی شي، خو وروسته به بیا پوستو کې د طالبانو بیرغونه رپېږي او د دوی جسدونه به د جګړې له ډګره نه شي وړلی.

اوس چې د سولې لپاره د سیمې په سطحه هیلې او هڅې ګړندۍ شوې، د پکتیا د والي دا ډز ښيي چې دی خو په سیمه څه د خپل حکومت په پالیسي او موجوده تبلیغاتي ژبه هم نه دی خبر!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د