د دوستم جنایات

وحید فقیري

نیویارک ټایمز د جولای پر ۲۲ باندي لیکي جنرال دوستم په داسي حال کي بېرته افغانستان ته راستون سو چي په عین زمان کي هم د هیواد لومړی مرستیال دئ، او هم د خپلي اولي مېرمني د قتل په شمول د بشر له حقوقو څخه په نورو جدي سرغړونو متهم دئ. د دوستم هرکلي ته د اشرف غني د حکومت عالي مامورین ورغلي ول، او ضمنا د داعش یو انتحاري هم د کابل هوايي میدان ته څېرمه انتظار ورته ایست.

نیویارک ټایمز کاږي جنرال دوستم یو بې سواده پخوانی کمونسټ جنګسالار دئ چي د خپل سیاسي ژوند په دوران کي ئې د ډیرو خلګو سره ایتلافونه کړي او بیا وروسته ئې مات کړي دي. دوستم د سي ای اې (سیا) یو پخوانی مزدور دئ. یو وخت اشرف غني جنرال دوستم ته د «مشهور قاتل» خطاب کړی وو، خو وروسته ئې هغه خپل لومړی مرستیال وټاکی. اخبار لیکي خو د جنرال دوستم رسمي مقام د هغه عادت بدل نه کړ. هغه یو غُرابي شرابي دئ، او د خپلو سیاسي حریفانو سره په ناوړه جنسي چلن متهم دئ.

د دوستم پخواني موټروان ښاغلی صالح محمد فیضي، چي اوس په اطریش کي د مهاجرت ژوند کوي، وايي: جنرال دوستم زه مجبوره کولم چي د یوې ۱۵ کلني انجلۍ سره واده وکړم، ځکه دوستم د هغې سره غیر مشروع روابط لرل، او غوښتل ئې چي زما تر نامه لاندي د هغې سره خپل نامشروع جنسي روابط پټ وساتي. فیضي وايي د دوستم دوو مېرمنو نه غوښتل چي هغه بله ښځه وکړي.

فیضي وايي د ده له انکار سره سم، جنرال دوستم او یارانو ئې څو ورځي هغه باندي پر له پسې جنسي تېری وکړ، او شونډه ئې ور پرې کړه چي اوس ئې هم داغ معلومېږي. فیضي وايي،»زه پوهېږم چي دوستم څوک څوک وژلي دي، او چیري ئې ښخ کړي دي. هغه د زیاتو وړو انجونو او هلکانو سره ناوړه جنسي چلن کړی دئ.»

فیضي وايي چي جنرال دوستم خپله لومړۍ مېرمنه، خدېجه، شل کاله پخوا ووژل. ځکه کله چي دوستم د یوې وړې نجلۍ سره نامشروع روابط لرل، خدېجه ورباندي ورغله. د هغوی تر مینځ جنګ او جنجال جوړ سو. جنرال دوستم په قهر له کوره ووت،‌ او خپل ساتونکو ته ئې امر وکړ چي د مېرمن خدیجې «چاره وکړي.» فیضي وايي چي د دوستم محافظینو مېرمن خدیجه په مرمیو وویشتله. هغه د دوستم د څلورو ماشومانو مور وه.

اخبار لیکي پروفسور براین ویلیزم د دوستم د ژوند په باب یو کتاب د «آخري جنګسالار» په نامه لیکلی دئ. هغه وايي کله چي ده د خدیجې په باب خبري ورسره پیل کړې، دوستم ډیر په قهر سو، او له اطاقه ووت. هغه وايي: دوستم زما سره یوه هفته خبري و نه کړې.

د دوستم د جنایاتو په اړه ښاغلی اکبر بای وايي،«دوستم یو قاتل او ډاکو دئ. د کمونسټانو له دوران راهیسي، هغه زیات نارینه، ښخي، هلکان، او انجوني بې عزته کړي دي. تاسو د دې جنایاتو تفصیل د امریکا د سفارت په رپوټونو کي کتلای سئ. که څه هم هغه نن ورځ د افغانستان لومړی مرستیال دئ، خو هغه باید په هاګ کي وای.»

نیویارک ټایمز لیکي چي عمومي حدس دا دئ چي اشرف غني د بیا انتخاباتو لپاره دوستم له ترکیې څخه راوغوښت.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د