
اجراییه رییس: د ولسمشریزو ټاکنو نېټه باید اعلان شي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي.
هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، دا د ټاکنو کمیسیون دنده ده او د حکومت اراده هم باید خلکو ته مبهمه نه وي.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره شاوخوا لا لس میاشتې وخت پاتې دی، خو اجراییه رییس وايي باید نېټه اعلان شي.
سره له دې چې تېرې ولسمشریزې ټاکنې په پراخه کچه د ولسي باور ماتونې علت شوې، عبدالله عبدالله دا هم مني؛ خو ټينګار کوي چې دا ځل باید شفافي ټاکنې ترسره شي.
دا په داسې حال کې دی چې د را روانو ټاکنو لپاره هم څرګندونې له مایوسۍ ډکې دي، سیاسیون، ګوندونه او د چارو شنونکي پر دې باور دي چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له درغلۍ پاکې نه وي.
د کابل پوهنتون استاد او د مسیر ورځپاڼې مسؤل اسد وحیدي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو استازی په شخصي مجلسونو کې یادونه کوي چې د ټاکنو لپاره شاخوا درې نیم میلیونه تنو نوم لیکنه کړې، خو په رسمي ډول دا څرګندونې نه کوي.
وړاندې تر دې د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار هم وویل چې حکومت او د ټاکنو کمیسیون په دروغو د نوم لیکنې شمېره تر اتو میلیونو پورته بولي.