دوستم ته د تبارز ورکولو مرموزه سناریو

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۳ دولتي ځواکونو په فاریاب کې د دوستم یو زورواکی پلوی نظام الدین قیصاري د دولتي ځواکونو د ګواښلو په جرم د هغه له څو تنو وسله والو سره یوځای ونیو.

که څه هم چې دولتي ځواکونو د قیصاري له نیونې سره هم مهاله په فراه ، اروزګان او تخارولایت کې څو نور خپلسري زورواکي هم ونیول خو په فاریاب کې د قیصاري پلویانو د هغه نیونه په فاریاب کې د دوستم د کمزوري کولو لپاره یوه دولتي دسیسه وبلله او په غبرګون کې یې په لاریونونو لاس پوري کړ، چې وروسته دا لاریونونه په تدریجې ډول پراخ او د شمال څو نورو ولایتونو ته هم وغزیدل.

یاد لاریونونه چې په اصل کې د نظام الدین قیصاري د خوشي کیدو په پلمه له فاریابه پیل شوي وو نورو شمالي ولایتونو ته په رسیدو سره یو په یوه هیواد ته د جنرال دوستم د بیرته راستنیدو په لاریونونو بدل او له دې غوښتنې سره دومره ځواکمن شوو چې هم یې په شمال کې ټاکنیز دفترونه بند کړل، هم یې په جوزجان کې والي له خپله دفتره کورته مرخص کړ او هم یې په شمال کې دوه مهم تجارتي بندرونه حیرتان او اقینه د تجارتي مالونو د لیږد رالیږد پر مخ وتړل چې له امله یې د هیواد سواداګریز سکتورته په ملینونو ډالره زیان واوښت.

پر دې سربیره په شمالي ولایتونو کې پرنورو دولتي فعالیتونو سربیره تعلیمي بهیر هم ټکنی او ټول ښوونځي او تعلیمي مراکز د مظاهره کوونکو د مزاحمت له امله وتړل شول.

چې بالاخره هیواد ته د دوستم د بیرته راستنیدو لپاره دغه پلان شوې سناریو په داسې ډول بریالۍ شوه چې نه یواځې هغه په ډیر مجلل او تشریفاتي ډول په کابل کې استقبال شو؛ بلکې د دې ترڅنګ یې ټولې غوښتنې د ده د خوښې مطابق ورسره ومنل شوې.

د قیصاري او څونورو خپلسریو جګړه مارانو د نیولو له ماجرا څخه چې ظاهرا د ولسمشرغني لخوا د قانون پلي کولو په غرض پيل شوې او پرون پایته ورسیده دا نتیجه ګیري کیږي چې ولسمشر غني د خپلسریو زورواکو په ایل کولو او پر هغوی باندې د قانون د پلي کولو پر ځای د هغوی په مقابل کې لا نور بیوسه او بیواکه ثابت شو.

ښکاره خبره ده چې دغه ډول مرموزې سناریو ګانې چې امریکايي دستور او اشاره نه وي نه یې ولسمشر غني په خپل سر د عملي کولو توان لري او نه یې د تر سره کولو جرئت.

دا چې امریکایان په راتلونکې انتخاباتې ملعبې کې جنرال دوستم ته بیا په کوم رول ورکولو قانع شوي او ولي قانع شوي تر وخت وړاندې خبره ده ، خو دم ګړۍ له دغې سناریو څخه چې پر ولسمشر غني باندې د امریکایانو لخوا د هغه د حاکمیت په پلمه پلې شوه ، د نوموړي زیاته بیوسې او بیواکي څرګنده شوه …

تبصرې (2)

  • غلامی تر ټولو لویه بی وسی ده، کله چه سړی غلامی رسی په غاړه کی ومنی ذذب نوری بی وسی ورته د مادلام خسۍ هم نه ښکاری .
    هغوی چه په وچ زور او یا د یرغملتیا له امله غلام شوی وی هغه غلامی د هماغه علتونو د محوه کولو وروسته له منځه ځی او دغه ډول غلامانو ضمیر یا وجدان له لاسه نه وی ورکړی حتی د دغه غلامۍ د وخت غچ اخستنی په فکر او ذکر کی وی .
    بل دول هغه غلامان دی چه د مقام یا مادی لاسته راوړنو د پاره خپل معنویات به مادیاتو وپلوری لکه پرونی کمونستان او نن ورسره اخوانیان او سکولریستان هم ملتیا لری یعنی د کرزی او غنی اداره د دغه دوهم ډول غلامانو څخه تشکیله شوی چه د مقامونو او ډالرو د لاسته راړونی د پاره یی پری ټول معنویات له لاسه ورکړی.
    استعماری قدرتونه د دی ډول بی ایمانه غلامانو د دایمی یرغملتیا د پاره دوی تر اخری کجو مالی پیرزونی په مټ تر اخری کچو عیاشیو حتی د یو ډول نشه توکو سره هم مخ کیږی او د دایمی یرغملتیا د پاره یی د کورنیو په ګډون د اخری نیشو وخت کی د هر ډول عملیاتو د ترسره کولو ویدیو ګانی ډکوی او په راتلونکو سری مجالسو کی یی ورته ښکاره کوی ورته ویل کیږی چه د سرغړونی په صورت کی به دا علنی کیږی که سر غړونه ونه کړی د دآلرو دا بهیر او مقامونه به تل درسره وی منتها کله به بدلیږی رابدلیږی .
    نو غنی او کرزی او ټیمونه یی د دوهم ډول غلامانو له ډلی څخه دی . هغوی تر بی وسیو هم ښکته دی هغوی ته په قران کی اسفل سافلین یعنی ( د الله ج په ټولو مخلوقاتو کی ذلیله مخلوق ویل کیږی ) یا په بل عبارت تر ټولو ښکته وی،

  • His driver Faizi told to Newyork Times Dustam is the killer of his wife and he killed around 3000 unarmed POWS in the north and now he is still vice president???? Why would the president of turki respect him, He shouldn't be allowed to enter to Turki.