ټي ټين لیګ: راشد خان د مراټا عربینز لوبډلې لخوا واخیستل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه غوره توپ اچونکی راشد خان د عربي اماراتو په ټي ټین لیګ (TCL) سیالیو دویم پړاو کې د مراټا عربینز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د ټي ټين لیګ سیالیو دویم پړاو به د روان کال په دیسمبر میاشت کې د عربي اماراتو په ښکلو لوبغالو کې پېل کیږي، چې په دې سیالیو کې به راشد خان په لومړي ځل خپله جادو ښایي.

دغه لیګ د دوه نورو لوبډلو په زیاتېدو سره اوس ټولې اته لوبډلې لري چې په دې ډول دي: مراټا عربینز، کرالا کینګز، پښتونز، پنجابي لیجنډز، راجپوتز (راجستاني هیروز)، کراچینز، نارتن وریئرز او بنګال ټایګرز.

د افغانستان لخوا په لومړي پړاو کې پنځه لوبغاړي (محمد نبي، مجیب الرحمن، نجیب ځدراڼ، ظاهر خان او ګلبدین نایب) شامل وو، چې اوس په دویم پړاو کې راشد خان ددغې لیګ برخه وګرځېدله.

د مراټا عربینز لوبډلې د راشد خان په یوځای کېډو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي په راتلو به ددوی لوبډله قوي شي، هغه یو ځوان، نړیوال تکړه او با استعداده توپ اچونکی دی، په ځواب کې راشد خان هم د یادې لوبډلې سره د یوځای کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی به په یادو سیالیو کې ګډون کوي.

ددغو سیالیو یوه پاڼۍ به ۱۰ اورونه لري او ټوله لوبه به ۹۰ دقیقې وخت اخلي چې د ۲۰ اوریزو لوبو نیمایي او د فوټبال لوبې وخت سره سم دی، معنا دا چې یوه ورځ کې ۴ یا ۵ لوبې په اسانۍ سره ترسره کیدلی شي.

د ټي ټين لیګ سیالیو مهالویش تر دې دمه دقیقې ورځنۍ نېټې نه دي په ډاګه شوي، خو د روان کال په دیسمبر میاشت کې د عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې پېل کیږي.

د یادونې وړ ده چې تېر ۲۰۱۷م کال د ټي ټين لیګ لومړي پړاو اتلولي د کرالا کینګز لوبډلې د ایون مورګن په مشرۍ ګټلې وه، چې د افغانستان لخوا ګلبدین نایب ددغې لوبډلې برخه وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د