ټي ټين لیګ: محمد شهزاد راجپوت او مجیب ځدراڼ بنګال لوبډلې واخیست

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۷ل): د ټي ټين لیګ سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان چټک توپوهونکی او تکړه ویکټ ساتونکی محمد شهزاد د راجپوت (راجستاني هیروز) او تکړه ځوان سوکه توپ اچونکی مجیب ځدراڼ د بنګال لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د لس اوریزو سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان لخوا دوه نور تکړه لوبغاړي محمد شهزاد او مجیب ځدراڼ واخیستل شول، چې شهزاد د راجپوت او مجیب د بنګال ټایګرز لوبډلې لخوا واخیستل شو، مجیب به په دغه سیالیو کې د سنیل ناراین او شهزاد به د میکولم ملګری وي.

له دې وړاندې په لومړي پړاو کې مجیب ځدران هم په دې سیالیو کې د بنګال لوبډلې لخوا لوبېدلی و، چې پخپل استعداد یوځل بیا ددغې لوبډلې لخوا واخیستل شو، نوموړی دا مهال د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې پر لوبو بوخت دی.

دغه لیګ د دوه نورو لوبډلو په زیاتېدو سره اوس ټولې اته لوبډلې لري چې په دې ډول دي: مراټا عربینز، کرالا کینګز، پښتونز، پنجابي لیجنډز، راجپوتز (راجستاني هیروز)، کراچینز، نارتن وریئرز او بنګال ټایګرز.

ددغو سیالیو یوه پاڼۍ به ۱۰ اورونه لري او ټوله لوبه به ۹۰ دقیقې وخت اخلي چې د ۲۰ اوریزو لوبو نیمایي او د فوټبال لوبې وخت سره سم دی، معنا دا چې یوه ورځ کې ۴ یا ۵ لوبې په اسانۍ سره ترسره کیدلی شي.

د ټي ټين لیګ سیالیو مهالویش تر دې دمه دقیقې ورځنۍ نېټې نه دي په ډاګه شوي، خو د روان کال په دیسمبر میاشت کې د عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې پېل کیږي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ټي ټين سیالیو «مراټا عربینز» لوبډلې لخوا راشد خان اخیستل شوی دی.

د اخیستل شوو لوبغاړو لیست: