افغانستان

کابل: د پولیسو اکاډمۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲زمري، ۱۳۹۷ل): نن ماسپښين کابل ښار افشار سیمه کې د پولیسو اکاډمۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دا توغندي دوه په غره کې لګېدلي او یو په یوه کور لګېدلی دی.

هغه وايي یوازې درې تنه پکې ټپیان شوي دي.

طلوع نیوز د عیني شاهدانو له خولې وايي چې په کور لګېدلي توغندي کې اوه تنه ټپيان شوي دي.

د برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې مسؤلین وايي دوی نه پوهېږي چې توغندي له کوم لوري را توغول شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هم په هېواد کې د نا امنۍ ډېرېدل جدي اندېښنه وګڼله.

وکیلانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړې د شدت یادونه وکړه، خو د ملي دفاع وزارت وايي دوی په نږدې لسو ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي او د محمد رادمنش په قول «بریالي» پر مخ روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د بې وزلو غره استوګنو څو کورګي يې ورخراب کړل، د يوه کور خاوند او دوه ماشومان يې ټپيان کړل، د يوه بې وزلي کوچي خېمه يې ور څيري کړه، عام خلک يې ووېرول او له خپلو کورونو په ټکنده غرمه هاخوا دې خوا ځغاستل. بس داوه د دغو توغندوی ويشتونکو کارنامه؟! دې ته وايي «بې خلطې فيرونه».
دغسي ړانده فيرونه کول د بې مسؤوليته انسان وژونکو کار بولم. لوی څښتن دي د دغو کسانو پر کورونو دغسي حالت راولي چي د دغو بې وزلو له حاله خبر سي، آمين.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x