ابوظبۍ کې د سولې څلور اړخیزه ناسته روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲زمري، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا وايي ابوظبۍ کې د افغان سولې اړوند څلور اړخیزه ناسته روانه ده.

د دې شورا ویاند قادرشاه وايي چې په غونډه کې د عربي متحده اماراتو د امنیت سلاکار، د سعودي عربستان د امنیت سلاکار او د امریکا د امنیت چارواکي د حنیف اتمر په مشرۍ برخه وال دي.

هغه وايي چې په غونډه کې به د افغان سولې او همدارنګه په سوله کې د عربي متحده اماراتو او عربستان پر رول خبرې وشي.

د شنونکو په باور دا ډول یو اړخیزې غونډې یوازې د سولې په پروسه کې ځنډ رامنځته کولی شي.

سعودي عرب په داسې حال کې د سولې اړوند ناسته کې ګډون کوي، چې تازه د ناټو تر چتر لاندې افغانستان د ځواکونو پر رالېږلو يې هم د هو سر ښورولی.

د سولې شورا وړاندې ويلي و، چې دوی به په روانه اوونۍ کې دا ناسته ولري او هیله يې ښکاره کړې وه چې اغېزمنه به وي.

طالبانو د دې ناستې په تړاو څه نه دي ويلي، خو څو ورځې وړاندې يې د امریکايي چارواکو د هغو څرګندونو اړوند غبرګون وښود چې له طالبانو سره يې د مخامخ خبرو یادونه کړې وه.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله وویل، چې سپينې ماڼۍ امریکايي ډيپلوماټانو ته امر کړی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، چې طالبانو يې هم هرکلی وکړ، خو لا يې هم د خبرو د پیل په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

پي مصلحت مجلس آراستند««»» نشستند و گفتند و برخاستند.
(فردوسي عليه‌الرحمه)