fbpx

نصرت حق پرست خپل سیال ته «یو اف سي» سیالیو کې سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۷ل): په رزمي سیالیو کې د افغانستان ځوان تکړه لوبغاړي نصرت حق پرست خپل سیال ته ماتې ورکړه او د یو اف سي سیالۍ يې وګټله.

۲۲ کلن حق پرست د جولایي میاشتې په ۲۲مه نېټه د المانیا په هامبورګ ښار کې په (UFC) سیالیو کې خپل کانګوایي انګلستاني سیال مارک ډیکسي ته سخته ماتې ورکړه.

د ام ام ای مبارز نصرت حق پرست چې په لومړي ځل د «یو اف سي» جال ته ښکته شوی و، دغه لوبه په درې پړاوونو کې وګټله او په دې سره یې په جال دننه خپله نهمه بریا هم ولمانځله، نوموړي د خپلو لوبو پېل سره یوازې دوه وارې ماتې خوړلې ده.

د افغانستان لخوا په ازادو سیالیو کې تکړه لوبغاړی سیر بهادر زاده هم شامل دی چې څه موده وړاندې يې خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړې وه، له ده وروسته اوس نصرت حق پرست دویم لوبغاړی شو چې ددغو لوبو برخه ګرځي او سیالۍ ګټي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د