محقق: د امریکا ړندې بمبارۍ په هیڅ وجه د توجیه وړ نه دي

نن ټکی اسیا (سشنبه،۲زمری ۱۳۹۷ل): د اجرائیه ریاست دویم مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق وایی د امریکا شکست څرګند دی، او زیاتوي چې د امریکایي ځواکونو له لوري ملکي خلک هدف ګرځول؛ په هیڅ وجه د منلو وړ نه دي.

محمد محقق د ایران له یوې ورځپاڼې (وطن امروز) سره د مرکې په ترڅ کې دا څرګندوني کړي دي.

نوموړي د ورځپانې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سویلي آسیا په خاصه توګه د افغانستان لپاره د امریکا موجوده ستراتیژۍ څومره اغیزمنه ثابته شوي؟؛ وویل: ټرمپ په لومړیو کې د افغانستان په اړه جګړیزه تګلاره خپله کړه، ده فکر کاوه چې د جګړې له لاري بریا ته رسیدای شي، خو اوس موږ او تاسو وینو چې د سولي په اړه څرګندوني کیږي. او هیڅ داسي دلیل نشته چې امریکا دې له خپل موقفه عقب نشیني ته زړه ښه کړی وای، له دې نه څرګندیږي چې امریکا کاملاً په افغانستان کې له جنګي او سیاسي پلوه له ماتي سره مخ ده.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال د امریکايي ځواکونو د کړنو په اړه وایی، له 2001م کال نه تر ننه پوري چې امریکایان د بي پیلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان په مختلفو برخو کې کوم بریدونه ترسره کیږي او ملکي خلک هدف ګرځوي؛ په هیڅ وجه د توجیه وړ نه دي.

محقق د خپل ائتلاف چې (د افغانستان ژغورني جبهه) نومیږې؛ وایی، د دوی د افغان ژغورني څلور اړخیز ائتلاف د ترکیې تر اغیز لاندی نه دی.

نوموړی وایی چې د راتلونکي طرحه یې دا ده چې د دولت، طالبانو، سیاسي ګوندونو او ملي شخصیتونو ترمنځ، څلور اړخیزه مذاکرات وشي. چې په کابل، قندهار، مزار او یا په یو بل بې طرفه هیواد کې به د مذاکراتو دا غونډه دائره شي، په وینا یې ډېر ژر به دوی په دې اړه دولت ته خپله تګلاره وړاندي کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

ریښتیا دی وویل دروغجنه!
د خلکو غم نه یې وړۍ, د اخوندانو ګوډاګیه! اوس خبر شوی? په هر صورت, همداسی ریښتیا وایه ممکن اخوندان خوشحال او یا لږ تر لږه د بادار توجه درته زیاته شی. خو خلک نشی غولولای.

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

دا چې د وحدت د سړيخورو باڼډ مشردا حقيقت په کومه انګېزه او هدف وروسته له ۱۸ کاله ويلئ دئ قالل د تاييد دئ . په امريکايي جنګي جنايتونو او وحشيانه اعمالو د کابل د اجنتې ادارې ټول مزدوران چې په سر کې يې غنی ورته ټومبلئ خبر او پوهيږي ، خو د خوله وازولو وجدان او جرائت نه لري حتا عملا” په دې قتل عام کې شريک دي . ښه به داوی چې ډ کابل د اجنتې ادارې په تشکيل او بهر کې دخيل سازماني باڼډونو د محقق په پله قدم کيږدي او د امريکايي اشغالګرو د جنايتونو د… نور لوستل »