
که کورنی کاري مدیریت ولرو بهر ته ضرورت نه لرو / دوهمه برخه
لیکنه: بخت الرحمن شرافت
شیر محمد شل کلنۍ مسافرۍ ته دپای ټکی کیښود، مسافري یې ختم کړه، کور کې پاته شو، کورني کاري مدیریت ته متوجه شو، کور کې ورته ولاړ پاسو موټر یې په ډاټسنه بدل کړ، له کور څخه لس کیلومټره لري ښارګوټي کې یې د تیار کړل سویو جامو (( ریډي میډ ګارمینټس)) دکان پرانیست.
شیر محمد سهار دصبح صادق څخه نیم ساعت وړاندي کښینې، د جماعت له لمانځه څخه وړاندي ورځني اذکار او د عظیم کتاب تلاوت کوي، له لمانځه څخه وروسته دیو ساعت لپاره د کور خواکې پټي ته شوه کیږي، څو چې کور کې ناشته تیاریږي شیر محمد پټي کې ځان اخته کړی وي، کاریې یې هم شي او ورزش هم.
له یو ساعت کار کولو څخه وروسته کور له لوري ورته په مینه اواز وشي، شیر اغا مور وایې راشه ناشته تیاره ده، شیر محمد کور ته راشي د حویلۍ په یو کونج کې د وطني چرګانو له فارم څخه چې دنوموړي میرمن یې څارنه کوي کورنۍ هګۍ او یو ګلاس دخپلې غوا تازه شیدو سره ناشته وکړي.
ناشتې څخه وروسته د سهار اته بجې د یوسیټر ډاټسنې اوبه او مبلایل وګوري، سویچ یې کړي او د خپل دکان په لور روان شي، د غرمې تر یوې بجې پوري دکان کې دکانداري وکړي، له یوې بیا تر یوه نیمي بجې پوري قیلوله وکړي، وروسته د ماپښین لمونځ او بیا بیرته د مازیګر تر لمانځه پوري د کان کې پاته شي.
مازیګر لمانځه څخه سمدستي وروسته شیر محمد دکان بند کړي، کلي کې یې له کلیوالو څخه لیست اخیستی وي، دلیست مطابق توکي ډاټسنې ته واچوي دکور په لور روان شي، کلي کې کیلوالو څخه مناسبه کرایه واخلي او توکې یې ورته وسپاري، داچې پاسو یې په ډاټسنه بدله کړه یو ګټه یې دا په نظر کې نیولې وه.
شیر محمد مازیګر یو ځل بیا پټي ته شوه شي ، کومه شاړه ځمکه چې یو کال وړاندي یې د ویرانې او خرابې منظره وړاندي کوله اوس په شین پټي بدله شوې.
شیر محمد د ماښام د ډوډۍ تر تیارېدو پوري بیا د پټي په سمولو او خړوبه ولو کې ځان مصروف کړي، چې ډوډۍ تیاره شي یو ځل بیا ورته له کور څخه دمینې وازا اوچت شي شیر اغا مور وایې راشه ډوډۍ تیاره ده.
شیر اغا سمدستي بیلچه دیوال ته جګه کړي، کور ته راشې هوښیاري زیار کښي میرمنې او بچیانو سره یوځاي ډوډۍ وخوري، وروسته دیو ګړي لپاره له بچیانو څخه د ددرسونو پوښتنه وکړي، ستونځي یې وپوښتې بیا دماخستن دلمونځ وخت شي، له بچیانو سره یو ځاي مسجد ته لاړ شي، لمونځ په جمع اداکړي، له لمانځه څخه وروسته شیرمحمد نور ویښ نه پاته کیږي سمدستي څملې.
شیر محمد وایې له کوم وخت څخه چې کورنی کاري مدیرت ته متوجه شوی یم، کارونو کې برکت وینم، وخت می پریمانه سوی، خوندو، خاله ګانو، او نورو قریبانو باندي پوښتنې کولو لپاره پریمانه وخت لرم، په څنګ کې مي ورسره شاړه ځمکه په زرغون پټي بدله کړه، او بازار کې چې زما دکان خلاص وي څوک بل ځاي سودا نه کوي.
نوموړی وایې له کوم وخت څخه چې مي کورني کاري مدیریت او کاري تنظیم ته پام کړی، جمعه، شنبه او یک شنبه مي سره پیژندلی، وایې وړاندي به د جمعې په ورځ بچیان راته ټینګ وو، بابکه نن زمونږ جمعه ده، درسونه رخصت دي، چیري مو بوزه، زما څخه به هرڅه ورک و، کارونه به مي ګډ وډ او پاشلي وو، ډيری برخه به یې جمعې ته پاته وو.
خو اوس دجمعې په ورځ یو کار نه کوم، دکان مې بند وي، کوم کلیوال کس ته مي په شراکت څه مال اخیستی، له شپانه سره خبره وکړم، که دڅه جوارو او اوربشو ضرورت وي ، هغه د ډآټسنې شاته واچوم، بچیان راسره سپاره کړم، ولاړ سم د یوګړي لپاره د مال او مال دارۍ نظارت وکړم.
بیا له هغه ځای څخه له بچیانو سره یو ځاي دکوم قریب احوال پوښتنې ته ورشو، ورځ تیره کړو، ماښام وختي بیرته کور ته راشو، د مال او مالدارۍ څخه کتنه هم وکړم، د اړتیا شیان ور وړم بچیانو ته هم منظره ورکړم، او څنګ کي له قریبانو سره دصله رحمي وجیبه هم ادا کړم.
شیرمحمد چې کله کورني کاري مدیرت ته متوجه شو، ژوند کې یې ډير مثبت تغیرات محسوس کړو، کورنۍ کې یې یو قسم دخوشحالۍ فضا خوره وي، د ژوند دکړو وړو اولیتونه یې وپیژندل ضروري او غیر ضروري یې سره جلا کړو اړینو او ضروري کارونه ته یې لومړی توب ورکړ او غیر ضروري یې شاته وغورځول.
شیر محمد وایي کارونو کې مي خدايي برکت تر سترګو کیږي، اوس مي اراده ده چې کار ته وسعت ورکړم، دکان مي کرایه باندي دئ، ان شاءالله راتلونکو څو میاشتو پوري به خپل دکان ولرم.
شیرمحمد اوس دښار په سبزي مارکیټ کې هم اړیکي جوړي کړې، کله چې ښار ته ځي له سبزي فروشانو سره تلفوني اړیکه نیسي ورڅخه د سبزو بیه مالوموي، له کلي څخه تازه سبزي ورسره خپله ډاټسنه کي واچوي، هلته یې سبزي مارکیټ کې سودا کوي او له هغې خوا د دکان توکې اخلي بیرته خپل دکان ته راځي، ددواړو خواوو مصارف دسبزو له ګټي څخه اجرا کړي او څه سپما هم وکړي.
شیرمحمد دخپل کار دبرکت یوه وجه کار کې صداقت او امانتداري هم په ګوته کوي، نوموړی وایې انسان کولی شي چې دلږ وخت لپاره ټول خلګ خطا کړي، یا د ټول وخت لپاره لږ خلګ خطا کړي، لکن دا فکر دي هیڅ کله نه کوي چې د ټول وخت لپاره به ټول خلګ خطا کړي او د پښتو او پښتنو هغه متل یې ښه پوخ کړی، ((چې وایې کوږ بار تر منزله نه رسیږې)).
کچیري وغواړو چې هر څه هیواد کې دننه پیدا کړو د بهر مسافریو او در بدریو ته د پای ټکی کیږدو، باید کار وکړو، او په خپله خپل ځان ته کار پیدا کړو، اړین او غیر اړین سره جلا کړو، اړینو کارونو ته لومړی والی ورکړو، غیر اړین کارونه شاته وغور ځوو، همدارنګه ورځني کارونو کي شوق او ذوق ته دوهمه درجه ورکړو، لومړی ضرورت په نظر کې ونیسو، لکه شیر محمد چې پاسو په ډاټسنه بدله کړه.
ډاټسنه د شیر محمد ضرورت و او پاسو یې شوق و، او د نوموړي د اوسیدلو جغرافیه هم د پاسو موټر لپار نامساعده وه، نو یې ځکه فیصله وکړه چې پاسو په ډاټسنه بدله کړي، خپل ضرورت ورباندي رفع کړي، او یوه اندازه یې دشوق او ذوق مینه هم په ماته شي.
بناء که هر هیواد وال په منظمه توګه کار وکړي، ورځني کارونه لیست واره ترتیب کړي، کورنی کاري مدیرت ولري، هیڅ اړتیا یې نه لیدل کیږي چې په یوه ګوله ډوډۍ پسې دي بهر ته مسافر شي.
د نړې لوي سرمایه داران که مطالعه کړو، ټولو خپلو کلیو بانډو او ښارونو کې سرمایه پیداکړی، تاسو به نه وي اوریدلي چې کوم امریکایې په سعودي کښي دومره سرمایه پیداکړه او یا کوم چینایې په جرمني کې دومره مالدار شو، هر کس خپله سیمه کي مالداره شوی، او خپله یې خواري او زحمت کښلی.
په پای کې یو سوال؟ یو مسلمان کچیري وغواړي چې لومړیتوبونه په نظر کې ولري له ټولو څخه وړاندي باید کوم کار ته لومړیتوب ورکړي ترڅو ژوند یې ټول منظم وي او لومړيتوبونه یې پیژندلي وي؟. نور بیا
لومړۍ برخه:
بخت الرحمن شرافت: بیا هم له لیکنې او د معلوماتو راغونډولو څخه یو جهان مننه دا ریښتیا ده چې د هر هیواد غړی په خپل هیواد کې شتمن شوی عامه زموژ د مسافرو وروڼو غلطی نده دا ده پلرونو غلطی ده چې یوې ګولې ډوډﺉ پسې يې بار ته ولیژی بیا تر ټولو هم هغه کس ډیر بدبخته وی کوم چې مسافر وی یو خوا عمر یې په سفر کې تیر شی اوبل ستړيا وې مشکلاتونه به هم تیراوی بیا چې کورته راشی د کور وال هم ترې خوشحال نه وی او په تیاره ډوډﺉ اموخته وی هغوﺉ هم د… نور لوستل »
شرافت صاحب باور وکړه چې ستا د دې دوو قیمتي مضامینو په شان مطالب مې دا ډیر وخت نه و لوستلي، له بده مرغه زموږ خو هرڅه په سیاست آلوده دي، له سیاست پرته بله د خیر خبره نه څوک کوي او نه یي لیکي. د سایټونو مقالې او د فیسبوک نشریات هم ټول په سیاست راڅرخي، ټولنه او خدمت خلق مو هیر کړی دی په داسې حال کې خدمت خلق یا سیاست مدني د انسان یوه ستره وجیبه ده، تاسو چې دا لړۍ پيل کړې ده هیله ده ادامه ورکړئ، په شخصي، کورني او اجتماعي ژوند کې د اصلاحاتو… نور لوستل »