
ولايتي شورا: د پکتيکا دوو ولسواليو يو په بل پسې سقوط کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲زمری ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايتي شورا رئيس وايي په ياد ولايت کي د طالبانو د بريدونو له امله دوو ولسواليو يو په بل پسې سقوط کړی.
د ولايتي شورا رئيس بختيارګل همت وايي: د طالبانو د مسلسلو بريدونو له امله اومنه او ګیان ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېدلي.
د پکتيکا د امنيې قومندانۍ وياند په سيمه کي د جګړې پخلی کوي او زياتوي چي د جګړې له امله لس تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په سيمه کي د طالبانو د پرمختګ خبر ورکوي؛ د ده په وينا د يادو جګړو له امله تر دې مهاله دوې قرارګاوي او شپږ پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي.
نوموړی زیاتوي په سيمه کي له هغه قوې سره هم څو ورځي جګړه شوې او ماته شوې چي هڅه يې کول د قرارګاوو او پوستو اکمال وکړي.
مجاهد په جګړه کي د ګڼ شمېر عسکرو د وژلو ادعاء کوي.
يادي جګړې د اومني په زواکه او د ګيان ولسوالۍ په والي واست سيمه کي شوي.
ګيان او اومنه چي مرکزونه يې وړاندي د طالبانو په لاس کي وو د يادو جګړو له امله په بشپړ ډول د دولت له واکه وتلي.