افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلوسن

نیکولسن د امریکایي وایسرای یا نائب الحکومه په رول کې

جاوید علي خیل

وایسرای، ګورنر جنرل او دې ته ورته لغات  د استعماري دورې اصطلاحات دي. په نولسمه او شلمه پیړۍ کې به چې اروپایي استعمارګرو کوم هیواد اشغال کړ، نو بیا یې په کې د وایسرای په نوم یو عمومي مسؤل وټاکه چې د مستعمره هیواد ټولې ملکي،پوځي، سیاسي او اقتصادي چارې به د همدې نماینده په لاس کې وې او وایسرای به بیا د استعمارګر هیواد مثلا د انګلستان د مستعمراتو وزارت ته مسؤل وو او له هماغه ځایه به قومنده ورکول کیدله.

د زاړه استعمار په ختمیدلو سره د وایسرای لغت هم د تاریخ برخه وګرځید. خو کله چې یوه نیمه لسیزه وړاندې امریکایانو عراق اشغال کړ او بیا یي د پاول بریمر په نوم یو عمومي مشر په کې مسؤل کړ نو یو ځل بیا ورسره د وایسرای لغت راژوندی شو. په افغانستان کې که څه هم د جګړې او سیاست ټول مزي له پیله د امریکایانو په لاس کې دي خو امریکایانو د خلکو د غولولو لپاره کوم امریکایي الاصله عمومي مسؤل یا وایسرای نه دی ټاکلی، بلکې د سیاسي زعامت چارې یې خپلو افغاني ملګرو لکه کرزي او اشرف غني ته په غاړه وراچولي دي.

خو که په دې وروستیو کې د امریکایي جنرال نیکولسن حرکاتو، خبرو او اظهاراتو ته که دقیق وګورو، نوموړی په ځای د دې چې د قاطع ملاتړ تر نوم لاندې  د پوځي ماموریت د مشر په حیث په خپلو ځانګړي وظیفوي چوکاټ کې پاته شي. برعکس له حده تجاوز کوي، په سیاسي موضوعاتو کې غږیږي. د سولې او اوربند په اړه اعلامیې صادروي او حتی د حکومت دننه سیاسي معاملو کې هم فعاله ونډه لري.

که تاسو د نیکولسن پرونۍ خبرې واورئ او بیا ورته ښه دقت وکړئ نو به ووینئ چې نیکولسن له داسې موقف څخه غږیږي لکه د افغانستان رئیس جمهور چې وي.نیکولسن په ځای د دې د ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه معلومات ورکړي. په راتلونکې اختر کې د اوربند کولو یا نه کولو په اړه احکام صادروي. د دوستم د راګرځیدو په اړه ځانګړی موقف لري،له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه نظریات شریکوي، دغه راز د انتخاباتو، داعش او دافغانستان او ګاونډیو هیوادونو د اړیکو او ګڼو نورو مسائلو په اړه له داسې موقف څخه غږیږي لکه همدا دی چې د افغانستان مختار کل او د ټولو پوځي او سیاسي چارو عمومي مسؤل وي.

د نیکولسن دغه بړبړ غږیدل او په ټولو چارو کې مداخله د دې دلیل دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د کوم توافق او ایتلاف له مخې نه دی، بلکې افغانستان په کامله توګه د امریکایانو لخوا شغال شوی او اوس یې د عمومي قومندان په نوم وایسرای ورته ټاکل دی، تر څو دلته ټولې چارې د امریکایي ګټو په محور راوڅرخوي او خپل استعماري اهداف پوره کړي.

د نیکولسن دغه شاهانه او د بادارۍ چلند باید هغوی راویښ کړي چې لا هم خپل وجدان دوکه کوي او امریکایي اشغال ته دلائل او توجیهات لټوي. دوی باید په یاد ولري چې زموږ اولس حتی د انګریزي استعمار په دوره کې چې د دوو نړیوالو قدرتونو تر منځ کلابند و بیا یي هم په خپل هیواد کې انګریز وایسرای ونه مانه او د برنس او مکناټن په شان انګریزي استازو ته یې د خپل سر په کوپړۍ کې اوبه ورکړې.

د نن زمانې مکناټن او برنس همدا نیکولسن دی چې حتی له هماغو انګریزي استازو څخه په څو برابره زیات جرأت او جسارت زموږ  د اولس د محکومولو هڅې کوي. زموږ سیاسي زعامت یې اشغال کړی دی، زموږ د هیواد ځمکه او فضاء یې په خپل واک کې اخیستي او حتی زموږ د هیواد اولس په ټولو چارو یې ګورت ګرځولی او هڅه کوي چې دغه خپلواک اولس په بشپړ ډول د استعمار په ځنځیر زولانه او د خپلواکۍ له نعمته یې محروم کړي.

د امریکایي وایسرای او ګورنر جنرال نیکولسن په شتون کې دا د هر مسلمان افغان دیني، ملي او وجداني وجیبه ده چې په خپله ژبه، ټوپک، قلم او هره وسیله د دغو اشغالګرو په ضد داسې مبارزه وکړي لکه زموږ نیکونو چې د مکناټن او برایډن په خلاف کړې وه. زموږ ځوان او تحصیل یافته قشر باید وضعیت درک کړي، باید پوه شي چې موږ تر اشغال لاندې یو، زموږ  هیواد او ملي استقلال غصب شوی دی په داسې حال کې پر موږ جهاد او پاڅون فرض عین دی او باید له هر امکان او هرې وسیلې نه په استفاده د یرغلګرو د شړلو مبارزه پر مخ یوسو، که نور هیڅ نه شو کولای باید په زړه کې اشغالګر بد وایسوو او څوک چې یې په وړاندې مبارزه کوي هغوی ته د اتلانو په نظر وګورو،چې همدا مو د ایمان او وجدان غوښتنه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

زموژ ځوان نسل دې ډالرو داسې بې ضمیره بې وجدانه او د بې علمۍ دین څخه ډیر لرې کړل اشغال له سره پیژنی هم نه چې اشغال څه ته واﺉ په دېکې زیات رول د جاهلو مشرانو و چې د دوشمنانو په دسیسو نه پوهیدل په دې مشرانو کې اخلاص نه و ځکه خو د بري مقام ته نه ورسیدل دا نن چې څومره د اشغال ټغر ټولیژی او یرغلګر رب په شرمو وشرمول داده اخلاصمند ملا محمد عمر اخند د جهاد برکت دﺉ او د اوسنی عصر سپیڅلیو مجاهدینو د قربانیو ثمره ده د اوسنی عصر مجاهدینو ته الله… نور لوستل »