
اسیا جام: افغانستان به لومړۍ سیالۍ په ۱۷ ستمبر د سرېلنکا سره کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو مهالویش په ډاګه شو چې د ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه په عربي اماراتو کې پېل کیږي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د ستمبر میاشتې په اولسمه نېټه د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
په دغه جام کې د افغانستان په ګډون پاکستان، هندوستان، سرېلنکا، بنګلدیش او د غوراوي پړاو ګټونکې لوبډله ونډه واخلي، چې د عربي اماراتو په دوبۍ او ابو ظهبۍ لوبغالو کې ترسره کیږي.
د اسیا جام سیالۍ په دوه ګروپونو ویشل شوي دي، چې په ګروپ A سیالیو کې هندوستان، پاکستان او د غوراوي ګټونکې لوبډله شامل دي، چې په ګروپ B سیالیو کې افغانستان، سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلې شامل دي.
له هر ګروپ څخه به دویم پړاو ته د سر دوه لوبډلې لار مومي، چې هلته به څلور لوبډلې درې-درې سیالۍ ترسره کوي او له هغې څخه به یې دوه د سر لوبډلې په ۲۸م ستمبر پایلوبه کوي.
ددغو سیالیو افتتاحي لوبه به د روان کال ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د دوبۍ په ښکلي لوبغالي کې د سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ پېل شي، چې د هند او پاکستان ترمنځ ستره سیالۍ به په ۱۹م ستمبر ترسره کیږي.
په دغو پنځوس اوریزو سیالیو کې په لومړي ځل د سوپر فور (یعنې دویم پړاو ته به څلور لوبډلې لار مومي) معرفي شوی، چې د هر ګروپ څخه به دوه د سر لوبډلې لار مومي، او بیا به په سوپر فور ګروپ کې هره لوبډله درې-درې لوبې کوي، چې د دوه غوره لوبډلو ترمنځ به پایلوبه ترسره کیږي.
د اسیا جام سیالیو مهالویش په لاندې ډول دی: