دپاکستان خارجه وزارت : ریمنډډیوس دقونصلګرۍ ډیپلوماټ دي

Raymond-Davis-Lahore دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خپاره شوي بیان کې ویلي ددو پاکستانیو قاتل ریمنډ ډیوس یو امریکايي ډیپلوماټ دي نوموړي په پاکستان کې دیوه امریکايي سفارت کار په حیث تعین شوي دویاناکنونشن لمخې نوموړی یو استثنایي حالت لري.

دویانا کنونشن لمخې یو خارجی ډیپلومات چې کله له یوه داسی پیښې سره مخ شی لکه ریمنډ چې دي همدا تړون کولای شي مرتکب ته بخښنه وکړي او یایې له ملکه وشړي.

تردې وړاندي دامریکا اولسمشر اوبا او سناتور جان کیري هم دریمنډ ډیوس دخلاصون غوښتنه کړې وه .

ددوو پاکستانیانو قاتل ریمنډ دپاکستان او امریکا داړیکو دممکنه خرابیدو سبب ګرځیدلي ،څو ورځې وړاندي دامریکا دګانګریس غړو ویلي وو چې که ریمنډ ډیوس ازاد نشی نو کیداي شی دامریکا له لوری له پاکسان سره کیدونکي مرستې ودریږي .

دپاکستان حکومت په یوه لانجمن حالت کې قرار لری اولس دریمنډ قتل غواړي او امریکا یې ازادیدل ،راتلونکی به وښیي چې حکومت چا ته ترجیح ورکوي خپل اولس که امریکا

احمدبریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.