fbpx

اجماع – څلورم درس

لیکوال: استاد احمد الله عاطفي

د صحابه (رضی الله عنهم) اجماع

داسلامي امت ستري اجماع دصحابه کرامو (رضی الله عنهم) په دور کي تر سره شوي چې تر قیام دقیامته به پرځای ولاړ او تابع داري به ئې کیږي، صحابه کرام (رضی الله عنهم) دعلم او درایت خاوندان و هر وخت چې له ستونزو سره مخ کیدل او دموضوع په اړوند نص موجود نه و سره راټولیدل او ددوي په ټولیدو او مشوري کي دالله سبحانه وتعالی برکتونه نازلیدل او دستونزي دحل په اړ وند ئې جامع ،پرځای او تل پاتي پریکړه کوله، چې اساس ئې دسیدنا حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) په بنیادي لار ښوونو کې ورکړل شوي وو.

په یاد مو وي،په یوې داسي مسئلي کې چې هغه دقرآنکریم او نبوي ارشاداتو په مخالفت کې واقع نه وي دراشده خلفاوو اتفاق او عمل داسلامي شریعت دلیل دی، دا باید هم په یاد ولرئ چې راشده خلفأ دالله سبحانه وتعالی دبندګانو په ټولي کې له پیغمبرانو وروسته دستر مقام او ارزښت خاوندان دي،دهمدې لوړ ارزښت په اړوند دحضرت عرباض بن ساریه ( رضی الله عنه) په روایت سیدنا حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمايې…

عَنْ عِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ – رضي الله عنه – قَالَ: وَعَظَنَا رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – مَوْعِظَةً وَجِلَتْ مِنْهَا الْقُلُوبُ، وَذَرَفَتْ مِنْهَا الْعُيُونُ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ! كَأَنَّهَا مَوْعِظَةُ مُوَدِّعٍ فَأَوْصِنَا، قَالَ: أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللَّهِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ وَإِنْ تَأَمَّرَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ؛ فَإِنَّ كُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ. (رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ:۲۶۷۶ ،اَلتِّرْمِذِيُّ: ۲۶۶، و…

ژباړه: سیدنا حضرت عرباض بن ساریه (رضی الله عنه) روایت کوي : یوه ورځ( دسهار لمانځه نه وروسته) حضرت رسول اکرم ( صلی الله علیه وسلم) موږ ته په زړه پورې موثره وعظ او نصیحت وکړ، چې زمږ سترګې له اوښکو ډکې او زړونه موپه لړزه شول !، یوتن عرض وکړ: اې دالله رسوله! تاسو مږ ته داسي نصیحت کوئ چې ګویا ستاسي( په دنیا کې) وروستی نصیحت وي؟

حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: زه تاسوته دالله نه دویریدو ، دآمیر اطاعت او دهغه دخبرې اوریدو نصیحت کوم، که څه هم چې ستاسو آمیر حبشي غلام وي اطاعت يې وکړئ، په دي خاطر چې تاسو کې څوک په راتلونکې کې ژوندی وي (اُمت کې) اختلافات به وویني، زیاتې فتنی او بد عتونه به سر اوچت کړي، چې ټول يې ګمراهې دي، له تاسونه چې هر کوم یو دا حالت ولید په هغه لازم دی چې زما او زما دلار میندونکو راشده خلفاوو په سنت منګولې ټینګې کړئ او زما دانصیحت په غاښو ټینګ ونیسئ (عمل پرې وکړئ).

حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) په تاکید اُمت ته آمر کړی (فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيينَ) چې په هر ډول او شرایطو کې زما او زما د راشده خلفاؤ په سنت عمل وکړئ، په علم ، عبادت، دعوت او شرعي امورو په احکامو کې، چې دوې مهد یین( الله سبحانه وتعالی په حق سره دویته هدایت کړی) دی، چې راشده خلفأ همدا څلور یاران (أبوبكر وعمر وعثمان وعلي رضي الله عنهم) دي.

(عضوا عليها بالنواجذ) نه مراد کنایه دی په نهایت ټینګ نیولو او عمل کولو سره.

دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) نصیحت، لار ښوونې او وړاندوینې تل پاتي دي خو د دې حالاتو اغیزه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له رحلت سره سم اسلامي امت چې په راس کې صحابهء کرام دي ولیدل،چې د یو خلیفه، زعیم، لار ښود، رهبر، قائد او… دنشتوالي له بحران سره مخ شول، ناندري او بیلا بیل نظرونه ارایه شول ، دکبار صحابهء کرامو اجماع په سقیفه بني ساعده کې دیوخلیفه په ټاکلو منعقده شوه او سیدنا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) داسلامي امت لمړی راشده خلیفه وټاکل شو، دا دصحابه ئې کرامو (رضی الله عنهم) لمړی اجماع وه، چې دنظر خاوندانو رایه ورکړه او بیا داجماع قوت لپاره نورو هم برخه واخسته او په بیعت کي شریک شول.

یا الله (جل جلاله) موږ او زمونږ ټول مړی او راتلونکې نسلونه له اوره وژغورې.. آمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د